نظــر

غربي باداران او شرقي مزدوران

رزين

که نړیوال ګمارل سوی حالت د مسئولیت له مخې و څیړل سي. اود حقیقت د رابرسیره کیدو موخه له دی کبله موخه وبلله سي چې په نړۍ مخامخ اغیز اچوي ، د ژوند څرنګوالی په دوو بڼو کې ښکاره کوي یعنی محرومیتونه ډیروي، خرمستي او عیاشي پړسوي ، نو بیا به په بیړه پیدا کړو چې نړیواله ډیری هستی او خوشالي د نړیوالو نس پړسو په خیټو کې ځای په ځای کیږي. او په ځانګړي ډول سره د شرق هریوګړی په ډیر وحشي ډول زبیښل کیږي چې په پایله کې یی دی او ویر په غولې سره پاته سي.

د هیلو نړۍ یی د غربي یلغار د بربریت تر قدمونو لاندي کیږي. ترڅو د لویدیزو

شین سترګو هیلې پری خړوبي کړي، انساني ارزښتونه د غربي اوړې په چولاونو کې جل وهې. او یواخنی لامل یی د غربي بادارانو شرقي مزدوران دي چې: د ولسونو په وږو یی سپاره کړي او بی درنګه یی د هغو په ناولو خولو کې تر تیغ تیروي.

د شرق نیژدې ډیری پردي پال په واک چاپه ماران ددی نه بښونکي جرم او ضمیرپلورني په ناسور اخته او ترڅو غولونکو سرلیکونو لاندې یی سر ته رسوي، د پرمختګ او روڼ آندي په هوایی تصور یی له ولسونو د جواز لاس وند تر لاسه کوي او د بادارانو د ټندو ګونځې پری هواروي.

ډیر هاند په دی روان وي چې ولسونه له مهالي شرائطو سره برابر په تیارو کې وساتل سي، تر څو په دغه موده کې د ویښیدو او راوتو احساس تر ستونې ونسي. او سیاسي واک داسې دوکه او ترسیم سي چې یوازې په هغو لیکو د تلو اجازه تر لاسه کړي چې تر ډیره بریده د ګډیدو او خپل منځي ټکر حالت ته ځمکه پسته سي.

تالي څټي په تازه او عصري بڼه کې جهل دودوي، د ښوونې په بڼه کې انځوروي، ویشي یې زلموټي ورته رابولي . د یوې ښوونیزې موضوع په توګه یی د نصاب برخه ګرزوي، ټولیزه کوي یی او ټولګې ته یی رسوي.

نوې او عصري ټکنالوجې په ناڅاپه توګه بیله دی چې د ذهنیت جوړونې او چمتو کونې اصل او وړتیا په نظر کې ونیوله سي راوړي ، په ولسونو کې یی بی خولواښې او بی ترسیرې پریږدې ترڅو سالمه روزنه تر غربي غیر انساني روزني جار ، جهالت عصري اواخلاقي فساد چورلټ لیونی او له مهار کیدو وباسي.

دوی یوازي ښارونه، مارکیټونه، کلې او کوڅې نه ککړوي بلکه د کور منځ ته ور ننوزي ترڅو د انسان روزني یوازنی او لومړنی د فتر یعنی کور ته چې د همدغې موخې لپاره را منځ ته سوی ده ته مینونه پټ او د ایرو په خوسنه یی بدل کړې.

غلامان په ادارو کې بی اداري، بی هدفه ، بی احساسه ، بی مسئولیته او لکه خان دارنګه د غرب په پړې تړلي کسان د سر کجاوې ته ورغواړې ترڅو وکړای سي د فساد دغه عبوري دور له ولسونو سره په جفا له لو ید یز سره په وفا او د چوپړ په ویاړ کې تیر کړي.

همدغه دلیل ده چې شرق له یوې اوږدې مودې را ایسته په بحران کې اوسي او تری دوتلو ډيری لارې یی پر مخ تړلې دي. او چې کله هم د ولسونو ارادې چې نه مرې په جذبه کې راشي، نورې په سینو کې نسې ځائیدای ، توپاني سي او له بحرانه د وتو څرک ولټوي،نو بیا دوی یو کوچنی فرعون ورته جوړوي، قاتل بن قاتل په ملا ورته ټکوي، حوثیان په کته کوي، د واک لیونیان زیږوي، په مختلفو بانو او بڼو کې اختلافونه رابرسیره کوي، عربي پسرلی چې انشاء الله خامخا به د ولسونو د ارادو او عقیدو پسرلی وي بیرته پسرلی کیږي.

د نړیوال کفر چې د مشرتوب پړی یی د غرب په منګولو کې دی ددوی د وحشت په ژمې کې مړاوې کیږي، د تا په تا وژنم پالیسې خپله وې ، داعش او دغې ته ورته نورې پروژې را باسي . او فتح الله ګولان دغو میدان ته را کشوي.

تالې څټی، بی کفایته، تصنعي کرزی – مزدور، لیونی، یوازي، تش په نامه پروفیسور اشرف غني – پلورل سوی،نیکټایی پرست،عیاش،جهاد پلورونکی عبدالله عبدالله او نورو ته یی ځنګوړې په غاړه کې ور اچوي او د ایماني ځواکونو په وړاندي چې په ټول باورسره  شته او کړاوو دي استعمالوي.
د شرق هر ګوټ ته چې ور وګورئ ورته حالت به دي د لیدو سیمې ته را وړاندي سي.

د غربي بادارانو او شرقي مزدورانو بی شمیره بیلګې به په انسانیت ځوروني او فطرت وژني لګیا مخ در واړوي، قدرمني ککرۍ به له تنو جلا ووینې ، د تعذیب به داسې پیښې درښکاره سې چې د ورته کتوتوان به له لاسه ورکړئ، په سمه ، غره ، ځنګله او سمندر کې به د تعقیب په لړۍ کې زړه بریښونکې نارې، سورې واورې، ډیری معصومې میندې ، ماشومان او سپین ژیري به در ښکاره سي چې د وښو په خوړلو ژوند مخ ته بیایی، بی ګناه انسان به په قفس کې په ذکر لګیا غربي بادار او شرقي مزدور ته پیغور او لعنت په مسکا سترګې در پورته کړي، د زندان په تورو ښمڅو کې به ډیری میړني له ځولنو سره د شرنګي په شوق چې هیلو ته د ور رسیدو نیژد ي سنګر یی دی ستا لید لوری شي. بیخې ډیر زڼي شته چې د مینې په مینه کې غرق د سړو او تودو توپیر هډو مني نه. هغه هرځای خوشاله وي. هغه له مکان سره نه وي خوشاله. هغه له مینې سره خوشاله وي. هغه  شاه زلمي ډیر مورچل خوښوي ځکه چې هلته هیلو ته ور لنډیږې. هغه له توپک سره مینه کوي، خو د مینې لپاره ، هغه سلا د ویشتو لپاره نه خوښوي بلکې مینې ته د ور رسیدو له وسیلو یی یوه بولې. او هغه د سلا ډیر ډیر خیال ساتي ځکه چې د مینې مینه پری ماتوي.
ډیرې بورې میندې شته نه دې خپه ، خندا هم ورځې. ګران او د زړه سر زوی یی په وینو کې لت پت او شهید ورته راوړ. خامخا تسلی ورکوله کیږي.
ډیرې میړنۍ کونډې سته چې په ناز او نعمت کې اوسیدې، خو د ناز او نعمت په څلې، د سترګوپه تور او د زړه په ټکور یی اوس جنډې ولاړې دي ، خو دا غیرتمنه، وفاداره اوپاک لمنې میرمن اوس هم دهغه کورمور ده. د پردو کورو په چوپړ کې وې. او ور پاته یتیمان پری ساتي. پخپله هم خوشاله وي او یتیمان هم خوشاله کوي، خو زما ټینګ باور دی چې دا غیرت هم عطایی دی.

د یتیم روزنې د مرکزونو شمیر اوس بیخې لوړ سوی اولاهم، خو خبره داده چې هغه اوس د ژړا سلسله پری ایښې، تازه او ډیر په لرې تصور کې اوسې، د یو هوډ من انسان څرنګوالی خپله وي، خوځښتونه یی هم د یوه اصلاحي چوکاټ مظاهره کوي. د صلاحیتونو ټوکیدنه یی هم ډیره ګړندی ده.

انسان هک پک پاته کیږي چې له دی بیخې لیږو اسانتیاؤ په ګټه اخستو سره دا بی پلاره ماشوم ولې دومره ژر ژر خپل پلار ته ورته والی خپلوي. فکر کوم چې د یتیم په سر هم کوم غیبي لاس را تیریږي.

د یتیم پلار هم د ژوند ټولو ناخوالو ته یکړ او په غم کې ورپاته سو. هغه بدني توان یی هم نشته چې وو یی. شونتیاوي یی هم ډیرې خوارې دي. او مهمه دا! هغه چې ده خپل مټ او ملګری باله د هغه هم چې کله ور ووزي یوازي جنډه ور ښکاریږي، خو لکه چې باید ستړی وای نه دی ستړی، نو هرومرو د هغه رحمان ذات له لوري پری رحمت دی چې د رحمت(۹۹)برخې ورسره دې.

جوتیږي کومه جذبه چې د ایمان په اشاره را ولاړه سې او کوم غیرت چې د انساني احساس له مخې په غورزنګو سي، نو بیا دهغه مخې ته څوک نسې دریدای. لدی کبله چې په هغسي حالت کې هیله ډیره مقدسه او ډیره اوچته وې. او د بدنې څښتن بیا یاد احساس او جذبه څو ګونه تر ځانه پاکه ، ارزښتمنه او لوړه منې او په هرلحاظ ځان تری جارول روا او په حقه ګڼي.

له همدغه کبله ده چې غربي بادارانو او شرقي مزدورانو له دی ټولو ناروا وو سره سره ونه کړای سوای چې یاد احساس او یاده جذبه کم رنګه کړي.
زما په آند دوی د یاد احساس او یادې جذبې ددی بی سارې مقاومت په وړاندي پخپلو ټولو هر اړخیزو شونتیاوو پوره بی باوره سوی. او د ډیر لوی حقیقت په منلو چې نه یی سوای منلای اړ ایستل سوو . او هغه دا چې موږ لکه پخوا بیا جذبې مات کړو. په دره ناوي.

سه شنبه د روځې ۳/۲۰ د څارنوال کور کابل ۲۴/۱/۲۰۱۷ رزین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x