
هغه کلی چې رسول ﷺ اته ځلې قدمونه مبارک پرې ایښي دي
شاکر مموزی
ابواء هغه کلی دی چې اته ځلې د رسول الله صلی الله علیه وعلیه وعلی آله وسلم پلونه مبارک پرې اېښودل شوي دي .
د نوموړي کلي یادونه د اسلام دهغې مشهورې او لومړۍ غزا سره کیږي چې رسول الله صلی الله علیه وعلی آله وسلم د هجرت په دوهم کال د صفرې په میاشت کې ګډون پکې کړی و او تاریخ دا هم په ګوته کړې ده چې په همدغه ځای کې د د رسول الله صلی الله علیه وعلی آله وسلم د مور “امنه بنت وهب” قبر هم دی.
کله چې له مدینې منورې په قافله کې مکې مکرمې ته راتله نو همدلته وفات او همدلته په ابواء کې خښه کړی شوه .
نوموړی کوچنی کلی د مکې مکرمې په ولایت کې د “رابغ ” په ولسوالي پورې له اداري لحاظه تړلی دی چې رسول الله صلی الله علیه وعلي آله وسلم اته ځله پرې قدمونه مبارک ایښي دي .
۱ــ لومړي ځل یې له خپلې مور سره (هغه وخت چې کوچنی و) مبارک قدمونه یې پرې ایښي دي .
۲ ــ دوهم ځل کله چې د نبي علیه السلام عمر ۱۲ کاله و له خپل تره ابو طالب سره دلته راغلی و.
۳ ــ دریم ځل کله چې د حضرت خدیجه رضي الله تعالی عنها د تجارت لپاره را ووت نو په همدغه لاره راغی .
۴ ـــ څلورم ځل د “غزوة ابواء” د ابواء د غزا لپاره دلته راغلی دی.
۵ ــ د حدبیه په غزاء کې.
۶ ــ د قضائي عمرې په سفر کې.
۷ ــ د فتح په کال
۸ ــ په “حجة الوداع” کې دلته راغلی دی .