yeman

د اسلامي هیوادونو د تجزېې خطرناکه پروسه – سرمقاله

نن ټکی آسیا – سرمقاله: دیمن هیواد دولتي چارواکو اعلان وکړ چې سر له نن څخه به نور دغه متحد هیواد  په ۶ برخو ویشل کیږي ، د نظام نوعیت به یې فدرالي او نور به یې  هره برخه  په  خود مختاره شکل  د مستقلو ادارو لخوا اداره کیږي.

 دري کاله  وړاندې   د بهار عرب  په نوم  د راخوځیدلې  توفان  په ترڅ  کې د یمن   پخوانی ولس مشر  علي عبد الله صالح  د یمني ولس  د لاریونونه  اوپاڅون  په ترڅ کې  د  ولس مشر  ي له وا که ګوښه کړای شو.

په کال  ۲۰۱۲ د فروري د میاشتې په ۲۵  د عمومي انتخاباتو په  نتیجه کې   د یمن اوسنی ولس مشر عبد ربه  منصورهادي  واک ته ورسیدو خو د ده  په واکمني کې هم  د یمنیانو اقتصادي او امنیتي ستونزې  همداسې لاینحله پاتې  شوې ، او  په یمن کې  دامریکایانو د ښکاره مداخلې او دیمنیانو پرخلاف  د  امریکايي بي پلوټه  الوتکو د بریدونو  پیلیدل  د  دغه   هیواد په امنیتي او اقتصادي وضعیت  ډیر  منفي اغیز وکړ.

د یمن په شمال لویدیځ  د صعده په ولایت کې  د ایران پلوه حوثیانو  پاڅون او  له دولتي او نورو قبائلي  سره یې  مذهبي  اوسمتي وسله والې نښتې  په یاد هیواد کې د یوې داخلې کورنۍ جګړې پیلیدوته زمینه برابره کړه .

د یمن  امریکايي پلوه چارواکي د دې په ځای چې دخپل هیواد او ولس  دستونزو د حل په لاره کې اقدام وکړی  د امریکایانو  په اشاره  یې  د دغه متحد اسلامي هیواد دو یشلو  طرحه وړاندې او د یوې نمایشي ټول پوښتنې له لارې  په رسمي توګه منظوره کړه .

د امریکایانو لپاره  د یمن هیواد  د ټول منځنی ختیځ په کچه  په  پوځي او امنیتي  لحاظ تر ټولو مهم هیواد ګڼل کیږي ؛ځکه  د دې هیواد  ډیری عربي قبیلې په  فکري او تنظیمي لحاظ  په سیمه کې  له امریکايي نفوذ سره شدید مخالفت لري  او څوځله  یې د هغوئ په  پوځي تأسیساتو وسله وال بریدونه کړې   چې تر ټولو مهم برید یې د ۲۰۰۰کال  د اکتوبر په ۱۲د عدن  په تجارتي  بندرکې  په امریکايي USS Cole  پوځي بیړۍ خونړی برید وه چې ۱۷  امریکایان  ورکې ووژل شول.

ښايي امریکایان  په  ټولو هغو هیوادونو کې چې د دوئ  د مداخلې له  وجې  په کورنیو جګړو کې ګیر دي همدغه  د تجزیې  او ویشلو پروسه عملي او په دې سره  په یادو هیوادونوکې دځان  دپوځي  نفوذ لپاره نوره هم  زمینه برابره کړي.

په عراق ، سوریې ، مصر ، لیبیا  اوزمونږ  هیواد افغانستان کې امریکایانو  د هیواد ویشنې  په پروسو ډیر کار کړی  ، د دغو هیوادونو  دمسلمانو  ولسونو ترمنځ یې  د کورنیو اختلافاتو  ډول ډولې دسیسې ایجاد کړې  چې له امله یې  په دغو ټولو هیوادونوکې همدا اوس خونړۍ جګړې روانې دي .

په عراق باندې تر امریکايي یرغل وروسته  یې  له دغه متحد هیواد څخه د کردستان نفت لرونکی ایالت  جلا کړ.

په لیبیا کې  دامریکایانو لخوا د قذافي  نظام تر نسکورولو وروسته د دغه  مهم اقتصادي هیواد په ختیځ کې د  برقه   نفت لرونکي  ولایت  د خپلواکي اعلان وکړ ،  دسوریې په جنجالي هیواد کې به هم حتما د  بشار الاسد د علوي پلویانو او د دغه هیواد د نورو سني اوسیدونکو ترمنځ هم  د هیواد  ویشنې او تجزیې  يروسه عملي کوي .

په افغانستان کې خو  ځیني امریکايي پلو لوري وار تر مخه د فدرالي نظام د ترویج او عملي کیدو  غوښتونکي ول .

هغه څه چې په دې اړه  مسلمانانوته په کار ده  هغه داچې امریکایان خو  له مسلمانانو سره  د  مذهبي  او فکري  عدوات  اوپه  اسلامي نړۍ کې  دخپلو توسعوي  پلانونو د عملي کولو  په خاطر   د اسلامي هیوادونو  د تجزیې  او ویشلو پروسې عملې کوي ، خو مسلمانانوته هم په کار دی چې  د دښمن  له دغو خطرناکو دسیسو څخه د ځان ساتنې  په خاطر خپل منځي  وحدت  ټینګ  او  د دښمن  د تخریبي پلانونو دشنډولو لپاره  په علمي  او جهادي  منطقي مقابلې لاس  پوري کړې.

د نن ټکی آسیا سرمقاله

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د