ورزش

کرکیټ: ویسټ انډیز د افغانستان څخه لومړی شل اوریزه لوبه وګټله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د افغانستان لوبډلې نن سهار وختي د ویسټ انډیز لوبډلې سره شل اوریزه لوبه وکړه، چې د ویسټ انډیز په ګټه تمامه شوه.

د افغانستان لوبډلې کپتان اصغر ستانکزی د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې ګټوره ثابته نه شوه.

د افغانستان ټول لوبغاړي د ۱۱۰ منډو په جوړولو سره وسوځېدل چې په هغه کې تر ټولو زیاتې منډې راشد خان ۳۳ جوړي کړې، امیر حمزه ۲۱ او ګلبدین نایب ۱۲ منډې جوړي کړې، پاته ټول لوبغاړي ونه توانېده چې خپلې منډې تر لسو زیاتي کړي.

د ویسټ انډیز له لوري سنیل ناراین ۳، برایټ وایټ ۲، کې ولیمز ۲، بدري او ټایلور یو یو لوبغاړی وسوځوی.

په جواب کې د ویسټ انډیز لوبډلې دغه هدف په ۱۷م اور کې تر لاسه کړ او لوبه یې وګټله. والټن ۲۲، لویس ۲۶، سامویل ۳۵، او جیسن محمد ۱۸ منډې جوړي کړې.

شاپور ځدران ۲ ، کریم جنت او راشد خان یو یو لوبغاړی وسوځوی.

د لوبې غوره لوبغاړی سنیل ناراین وبلل سو.

دویمه لوبه سبا د یکشنبې په ورځ سهار وختي د افغانستان په وخت څلور بجې تر سره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x