افغانستان

د ایزيديار د زوی جنازه کې چاودنو ۱۹ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): نن ماسپښين درې بجې د کابل ښار سرای شمالي سيمه کې د مشرانو جرګې د لومړي مرستيال محمد عليم ايزيديار د زوی په جنازې کې درې چاودنو لږ تر لږه ۱۹کسان وژلي او ګن نور يې ټپيان کړي دي.

د ايزيديار زوی محمد سالم ايزيديار تېره ورځ د حکومت ضد لاريون پر مهال د پوليسو او لاريونوالو ترمنځ نامعلومو ډزو کې وژل شوی و.

طلوع نيوز وايي، جنازې ته د ولسي خلکو په ګډون د ملي شوار ګڼ غړي، جهادي مشران او حکومتي چارواکي هم راغلي وو.

د طلوع په وينا په دغو چاودنو کې له شلو زيات کسان ټپيان شوي دي.

روغتیا وزارت هم وايي، چې د پېښې لس مړي او پنځلس ټپيان دولتي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د پېښې د قربانيانو هويت نه دی څرګند شوی.

د چاودنو مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی.

طالبانو په دغو چاودنو کې لاس لرل رد کړي او ويلي يې دي، چې دا چاودنې د حکومت د خپلمنځي اختلافاتو له امله رامنځته شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x