افغانستان

غني: پر لاریون کووکو ډزې کوونکې به مجازات شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): ولسمشر اشرف غني د ملي تلویزون څخه ملت ته په وینا کې ومنله چې په امنیتي او اداري سکتور کې فساد او ستونزې شته چې دوی یې د اصلاح لپاره لاس په کار دی او ډېر ژر به له منځه یووړل شي.

نوموړي وویل چې د جمعې د ورځې پر لاریون کوونکو ډزي کوونکې به مجازات شي او د موندلو په موخه به یې د لوی څارنوال او د قربانیانو د قریبانو څخه په ګډه یو ټیم جوړ شي تر څو هغه کسان په نښه کړي چې پر لاریون کوونکو یې د ډزو کولو امر ورکړی وو.

د یادوني وړ ده چې تېره ورځ په زنبق څلور لاري کې پر لاریون کوونکو باندي د ډزو په پایله کې شاوخوا ۸ کسان مړه او ۲۱ نور ټپيان شول چې په هغو کې د ولسي جرګې د دویم مرستیال زویل سالم ایزدیار هم شامل وو.

د نوموړي په جنازه کې نن یو ځل بیا پر لپسې چاودنې وشوې چې له امله یې د جګپوړو چارواکو په ګډون زیات شمېر دولتي او ملکیان ټپيان او اقلا ۲۰ تنه یې نور ووژل شول.

اشرف غني دغه چاودنو ته په اشاره وویل چې دښمن ته باید ددغه سي مواقعو څخه د استفادې فرصت په لاس ورنه کړل شي او نه باید د ځوانانو د احساساتو څخه غلطه استفاده وشي.

باید وویل شي چې د کابل لاریون کوونکي چې نن یې هم لاریون ته ادامه ورکړله، د یوې رسنیزي ناستې په ترڅ کې د حنیف اتمر، معصوم ستانکزی، تاج محمد جاهد او ګل نبي احمدزی د استعفا او محاکمه کولو غوښتنه وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

اشرف غني باید له خپل ګډ او مفسد حکومت سره مل استعفاء ورکړي او واک دې ملي رهبر او د ټولو جهادونو قاید او د ټولو کتابونو مولف مشر جناب معظم ورور انجنیر ګلبدین حکمتیار ته وسپاري.

نا پيژاند

داچه ولس مسرغني روانه مياشتي كي دسولي په بهيريوكنفرانس راغوشته چه كيداي شول داددطالبانوسره دبين افغاني خبرواترو چه دشاغلي حكمتيار سره په بري پاته ورسبدي لمري اوكامباب پراؤ شواهدداشي چه دنظام په داخل اوياهم دكابل ميشتويوتعدادمتعصبه كريو چه خپل ه بقاپه جنگ كي بولي ددي خونري بم گذاري پلان جوركري وي زكه ددي بريدسره سم ديوتعدادزوانانوداحساساتونه منفي گته أخيستل ددي شكارندوي دي چه دابريداوپه كابل ورپسي روان خونري بريدونه يوازي اويوازي دسلحي دسبوتاژكرلولپاره دي أوبس اودديتولوخوادثومجرمين هغه كسان دي چه ددي زوانانوداحساساتونه منفي كته اخلي

احمد صباح

دفساده سخه ترخولی سه چه ترسژمو پوری دک شوی یاست چه اوس یواوبل سره وژنی اویا ستاسی دفتنو دلاسه عام اومظلوم ملت قربانی ورکوی سمره فساد چه په تاسی کشی دی په جهان کشی دغسی مفسیدین فی لاارض نشته لکه تاسی چی یاست اوس نوددالرپه میراث باندی یو اوبل سره وژنی اودغه عام ملت ستاسی ده فتنواورزالتوسخه قربانی ورکوی افسوز دی ستاسی دسرو له پاره یو ساتول کاپی وی اودی مفسدینو آخر دغه مظلوم ملت تر کومه ستاسی ده فتنو اوفسا دوقربانی وی ولی خدای موخا نی خرابی کره لکه چه ددغومظلوملت خانی ورخرابوی اوظالمانو ده دونیا اوآخرت دواره موخراب… نور لوستل »

نا پيژاند

خبره د برابره ده خو چې څوك د ضد او عناد اور اخستې وى اوتربيت ي دحرامو وى چري به هدايت ته راستون نه شى
که سل واري نصيحت م ورته اوکه
هغه خداى بي لاري کړۍ په لار نه شو

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x