نړۍ

راولپنډۍ کې د امریکا د هوايي بریدونو یو سرسخته مخالف اختطاف شوی

نن ټکی آسیا: د وزیرستان اوسېدونکی  او هغه کس چې په قبایلي سېمو کې د امریکايي بې پېلوټه الوتکو سرسخته مخالف ګڼل کېده او د همدې هدف لپاره یې مبارزه کوله ، د پاکستان په لاهور ښار کې  اختطاف  شوی.

د اختطاف شوي کریم خان وکیل وايي، چې نوموړی تېره اونۍ د فروري په پنځمه نېټه سهار وختې د امنیتي کسانو له لورې له کوره وایستل شو او بیا یې هېڅ معلومات ونه شول.
د نوموړي وکیل شهزاد اکبر وايي، چې د موکل د اختطاف لپاره یې پنځلسو نه تر شلو کسانو پورې چې ډېری پکې مجهز او پوځي یونیفارم کې پټ وو، راغلي او دی یې له ځانه سره وړی دی. د وکیل په خبره د نوموړي په اختطاف کې د پاکستان استخباراتي کړۍ ښکېلي دي او د هغوی په سلا اختطاف شوی.
کریم خان چې یو ماشوم زوی او ورور یې د ۲۰۰۹ په دسمبر میاشت کې د امریکايي بې پېلوټه الوتکو په برید کې وژل شوي ول. له هغې وروسته یې د دې بریدونو د مخنیوي لپاره هڅې او مبارزه پیل کړه او په دې نږدې وخت کې يې غوښتل چې دا قضیه د اروپايي پارلمان غړو ته هم وړاندې کړې.  نوموړي د پاکستاني حکومت په خلافه هم مقدمه چلوله او ټاکل شوې وه، چې نن به د پاکستان سترې محکمې ته یو ځل بیا حاضرېده ، همداراز د روانې اونۍ په پای کې د اروپا د تګ چانس ورکړل شوی و؛ څو د جرمني ، بریتانیې او ځينو نورو اروپايي هېوادونو د پارلمان غړو ته خپله عارضه او د بې پېلوټه الوتکو د بریدونو د اغېزو او تلفاتو په اړه خپل د سترګو لیدلی حال ورته واوروي.
د پاکستان امنیتي چارواکو د نوموړي داختطاف په تړاو ناخبري ښودلې او خپله هر ډول ښکېلتیا یې پکې رد کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x