army plan-jazair

الجزائر کي د عسکري الوتکي د لویدلو له کبله ۱۰۳ کسان وژل شوي دي

نن ټکی آسیا: د النهار په نامه الجزائري تلویزون ویلي چي د الجزائر به شرقي سیمه کي نن ورځ د فوځي ځواک یوه الوتکه وغورځېده، چي له کبله یې ۱۰۳ تنه ووژل شول.

دغه تلویزون چي د فوځي لوړ پوړو چارواکو یې خبر را نقل کړی، زیاته کړې، چي الوتکه د ام البواقي په نامه ولایت کي راغورځېدلی، کوم چي د هیواد په شرقي سیمه کي وجود لري، او د پلازمیني الجزائر سره ۵۰۰ کیلو متره فاصله لري.

بل خوا یو جګ پوړي چارواکي د الجزائر رسمي خبري اژانس (انباء الجزائر) ته ویلي چي په الوتکه کي ۹۹ سپرلي او ۴ تنه د الوتکي عمله سپاره وه، چي تر اوسه یې د مړو او ژوندو شمېر دقیق نه دی معلوم.
او زیاته کړې چي د الوتکي د غورځېدو سبب تر اوسه نه دی مالوم، خو غالب ګمان کیږي چي خرابه او دوړنه هوا ددې لامل شوې چي الوتکه وغورځېږي.

بل خوا د حکومت د دفاع مدني یوه چارواکي ویلي چي دوی د الوتکي د سپرلیو څخه یو تن ژوندی تر اوسه موندلی دی، او د ځان ژغورني هڅي رواني دي، او کوشش کیږي چي ژر تر ژره سیمي ته رسیدګي وشي، او په پيښه کي که څوک ژوندي پاتي شوی وی، هغه پر وخت وموندل شي، او د ژوند ژغورني هڅي یې وشي.

د رویټرز خبري اژانس په قول دا پيښه په الجزائر کي د د کال ۲۰۰۳ وروسته د الوتکې غورځېدو تر ټولو بده پيښه شمېرل کیږي، او زیاته کړې چي په کال ۲۰۰۳ کي د الجزائر یوه مسافر وړوکي الوتکه هوا ته د خوځیدو سمدستي په ځمکه را پریوته چي له کبله یې ۱۰۲ تنه مسافر او عمله ووژل شول.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د