ټولنیزه برخه

موږ او ژوند

محمد ادریس وردګ
نړیوال اسلامی پوهنتون اسلام آباد
ښوونکی زده کوونکو ته د چایو بلنه ورکړه، زده کوونکو هم په ټاکلی نیټه ځانونه د ښوونکی کور ته ورسول،خبری شروع او هر زده کوونکي د خپل ژوند د مشکلاتو نه سرټکاوه، څوک د خپل شخصیت نه مایوسه، څوک اقتصادی ستونزو کړولی او چا د هوسا ژوند نه درلودلو شکوی کولي، ښوونکي د دوي د خبرو په اوریدلو سره د معمول خلاف مسکي ؤ.
ښوونکي کور ته ننوت، لږ ځند وروسته يي د چایو پتنوس په لاس کی د رنګارنګ ګلاسونو ډک(يو پکی ډیر قیمتی یو ارزان یو میانه، د یوه څنډه ماته، یو ډير پخواني…) را اخستي او د زده کوونکو مخی ته کيښود، هر زدکوونکی هڅه کوله چی ښه او ارزښتناک ګلاس ته لاس کړی، په پای کی زاړه او د کم ارزښت ګلاسونه پاته شول.

ښوونکی دوی ته کړه چی که تاسی فکر وکړی ټول قیمتی او ښکلی ګلاسونه پورته او په پای کی ساده او زاړه ګلاسونه پاته سوه، په ظاهره ستاسی دا کړه معقول ښکاره سوه ځکه د ځان لپاره مو ښه څه خوښ کړل، خو په حقیقت کی ډیر ځله ستاسی دا کړه ستاسی د پریشانی سبب ګرځیدلي سی، ښکاره ده چی د چایو په خوند کی نه ګلاس کمی راوستي شی نه زیاتوب خو بیا هم تاسی د انسانی حرص له پلوه ښکلی ګلاسونه خوښ کړل.

نو اوس دی خبری ته په دی ډول وګوري چی ژوند چای دي، وظیفه، پیسی او په ټولنه کی ظاهری شخصیت درلودل ګلاس دي، او دا محض د ژوند تیرولو او سنبالولو لوښي دي نه ژوند، د دي لوښو ډول ډول ارزښت د ژوند او د ژوند په خوند کی هیڅ ډول بدلون نشی راوستي، موږ ډیر وخت په لاس کی د ګلاس په اړه دومره فکر یوسی چی آن د چایو نه د خوند اخستلو بغیر د نړۍ نه رخصت سو.

نو د چایو نه د خوند اخستلو لپاره چایو ته مخ کړي نه لوښوته
The happiest people don’t have the best of every thing
They just make the best of every thing
خوښ خلک هر څه ښه نه لری بلکه دوی د هر څه نه ښه څه جوړوی.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close