writing

دوخت غوښتنه ده، چه خپل برخلیک په خپله وټاکل شی

بسم الله الرحمن الرحیم
زمونږ مظلوم اولس د ۱۳ کلونو په اوږدو کی هم په دی پوه نه شو چه د بن بدمرغه کنفرانس د څه د پاره او دغه پلورل شوی چارواکی یی  د چا په خوښه وټاکل چه زمونږ ملی یووالی یی ( د سپټمبر د پیښی د غچ اخستنی په خاطر ) پکی قربانی کړلو . د هیواد اصلی بچیان ( چه تل یی خپلی سینی د وطن د خپلواکی ، خاوری او خلکو د دفاع د پاره سپر کړی وی) لیری شو او په ځای یی د شمالی ټلوالی  پلورل شوی جنګی مجرمین او سیاسی دلالان ( چه زمونږ د اولس د وژنی د پاره یی د روسانو سره د سولی تړون لاسلیک کړی وو )  په زور د هیواد چارواکی کړل.

نن زمونږ د افغانانو برخلیک د پاکستان ، ایران ، سعودی ، امریکا ، ناتو او د هغو دکالو څټو په لاس ټاکل کیږی بی خبره له دی چه دا هیواد  د احمد شاه بابا او میرویس نیکه او نورو په شان میړنی قهرمانان لری چه تل یی یرغلګرو ته د سرپه کوپړیو کی اوبه ورکړی او ددی هیواد خپلواکی ، خاوره او خلک یی د هر ډول اشغالګرو له وحشی اوظالمو پنجو ژغورلی تر دی چه دی  ویاړلی هیواد د لویو قدرتونو د هدیری نوم خپل کړی  او اوس هم په مورچلو کی د اوسنو اشغالګرو او دهغو د غلامانو په ویستلو بوخت دی، تل یی د خپل ملی حاکمیت ، ملی نوامیسو او ویاړنو په ډير متانت او شهامت دفاع کړی او کوی یی ،چه  د نننی اشغالګرو  په شړلو کی هم پوره باور او مثبته هیله لرو چه انشالله  اوسنی ستونزی به هم  زمونږ په ګټه هواری شی .

مګر دی هدف ته د رسیدو د پاره د ټولو اړخونو یووالی ته اړه ده چه یو بل د ورونو په حیثیت ومنو  او په مسالمت امیزه توګه د یو متحد افغانستان د بیا رامنځته کیدو د پاره لاسونه او مغزونه سره ورکړو  د  تاریخ  ددی ډيری مهمی مرحلی څخه د تیریدلو د پاره هر ډول مالی او معنوی قربانیو ته اړتیا ده د ورور وژنو په ځای د ورور ژغورنی هڅی وکړو .

د وطن دوستانو اولنی هڅی به د دغه درواغږنو او درغلیوډکو ټآکنو مخنیوی وی کومی چه د پیلدو په حال کی دی  دا ځکه چه یو ځل بیا به هماغه فریب کاره غله ، د اولس ، خاوری او خپلواکی دشمنان ، تورمخی ، جنګ سالاران ، د بشری حقوقو ناقضین او پلورل شوی غلامان به زمونږ د هیواد او اولس برخلیک راته ټاکی  ، یو قلابی ریس به ځانته انتخابی ریس وایی .

درنو وطنوالو ، مونږ د دی پلورل شوو  د څو لسیزو  ناخوالو ، بی ګناه وینو تویولو ، ډول ډول وحشتونو او فریبکاریو شاهدان یو (د ازمیښت شوو بیا ازمیښت ) د هوښیارانو کار نه دی ،  دا زمونږ حق دی چه خپل برخه لیک په خپله وټاکو د دی ټولو قربانیو اومه مواد مونږ وو او د دی ټولو بدمرغیو او وحشی کړنو ، ناروا وژنو او ټولو ناروا کړنو مرتکبین همدغه د کابل  اوسنی پلورل شوی بی کفایته اداره وه  چه همدغو مافیاوی نوماندانو یی مشری په غاړه درلودله دغو قاتلینو دومره بی ګناه او بی دفاع افغانان ووژل چه له روغتونونو به یی وزارتونو ته په ډيره بی عز تیو سره نقلول او د دوی له ویری ډیری کورنی بی اوره او بی کوره او نورو هیوادونو ته په هجرت کولو مجبوره شوی ښکلی کابل یی په کنډواله بدل کړو.

وطنوالو ! مونږ  باید دغه قاتلینو ته دوباره وخت ورنکړو چه زمونږ برخلیک د پرون په شان یو ځل بیا بدمرغه کړی. مونږ د ټاکنو سره مخالفت نه لرو خو ټآکنی د اسلامی لارښودونو او ملی حاکمیت په شتون کی تر سره کولو په هیله یو چه مخلص ، کارپوه ، متقی او مبتکر اشخاص د چارو واګی په لاس کی ونیسی اود ټولو ورونو قومونو برخه او رضا پکی نظر کی نیول شوی وی، په اوسنی تش په نوم ټآکنو کی چه ټول اولس پکی د امنیت د نه شتون او د ټاکنو سره د خلکو دکرکی له امله برخه نه شی اخستی دغسی ټاکنو ته به څرنګه د ټول هیواد په کچه قانونی او له درغلیو لیری ټاکنی وویل شی ؟

ګرانو وطنوالو خویندو او ورنو ! زمونږ د دین ، خپلواکی، خاوری او خلکو دشمنان  د دی نمایشی او درغلیو ډکو  ټآکنو په وسیله  زمونږ د بیا غلامولو دوهمه نوی مرحله پیلول په نظر کی لری او یا نړیوالو په سترګو په خپلو شرمیدلو ماتو توره پرده خپروی .  د دی د پاره چه خپل مظلوم اولس مو له بیا غلامولو ژغورلی وی دا زمونږ ملی او اسلامی وجیبه ده چه په مسالمت امیزه توګه  د دغه قلابی او فریب کارانه ټاکنو ( چه همدا اوس پکی هر ډول درغلی له ورایه بریښی ) په هره وسیله  چه وی، مخه ونیسو، دا د داخلی او خارجی  مافیاوو له خوا  زمونږ د مظلوم اولس د لا غلامولو د پاره بله نوی لومه ده چه مونږ پکی را ونغاړی نو د دی لومی تارونه  په حکیمانه ابتکارونو وشړوی او دچارو واک په خپل لاس کی راولی حق اخستل کیږی ورکول کیږی نه .

دیموکراسی د هغه شرینی نوم دی چه منځ یی له زهرو ډک وی دا هغه زهری شیرینی ده چه له مرګ او درد څخه په غیر نوره ګټه نه لری. ټوله ګته یی اشغالګرو ته رسیږی چه مونږ او نور مظلوم بشریت پری استثمار او د غلامی ځنځیرونه ورته په غاړو کی واچوی.

امریکا له افغانستان څه غواړی؟

لمړی : د غلامی تړون لاسلیکول؟ .

دوهم : د نوی غلام د رامنځته کولو د پاره نمایشی او قلابی ټاکنی؟ .

نتیجه : د جنګ دوام او د مظلوم اولس نامعلوم مستقبل؟ .

د حل اصلی او منطقی لیار:

اول : د اشغالګرو بی قید اوشرطه وتل .

دوهم : د اسلامی او ملی مقاومت سره د اشغالګرو د مذاکراتو پیلول .

دریم : د افغانی ټول اړخونو اود اسلامی او ملی مقاومت تر منځ د مذاکرو او اړیکو ایجادول  .

څلورم : د بیطرفه او باکفایته موقتی حکومت رامنځته کول چه د ټولو د خوښی وړ وی .

پنځم : موقتی حکومت به اسلامی اساسی قانون تدوینوی .
دا چه له یوی خوا  اشغالګر د هر اړخیزو ماتو سره مخ  او هم د دوی هیوادونو اکثریت خلک  د دی بی هدفه او وحشی جنګ سره مخالف دی او دا جنګ یواځی  د تیلو د کمپنیو جنګ ګڼی ، مخکی له دی چه ماتی یی ټولو نړیوالو ته په ډاګه شی په کار داده چه له وخت څخه په ګټه اخستنه د اسلامی او ملی مقاومت سره د افغانستان د راتلونکی سیاسی حل  اود افغانستان د د بیا رغونی په هکله خبری شروع کړی په دی واسطه به یی شرمیدلی ماتی څه مخه نیولی وی او هم به یی د افغانانو سره دشمنی په دوستی بدله شی او هم به یی تر یوی کچی  د خپلو مالی او جانی ماتو جبران کړی وی .

مګر که امریکا ، سره ددی چه د جنګ مقابل اړخ دی ، هڅه لری چه  د افغانستان د غلامی اداری او اسلامی مقاومت ترمنځ د منځګړتوب لیار خپله کړی یعنی ځان بیطرف او قاضی جوړ کړی دا به  دا معنی  ولری چه امریکا د سولی د پاره کومه برنامه او اخلاص نه لری نو دا کار به د جنګ د لاشدت او دوام معنی ولری .

اسلامی او ملی مقاومت څخه هم زمونږ هیله ده ، چه  تر ممکنه کچی د جنګ په ځای د سولی لیار خپله کړی مګر له نیکه مرغه  د اسلامی امارت له پرله پسی اعلامیو له مخی دا خبره په ډاګه شوی چه  اسلامی امارت  به د قدرت په تر لاسه کولو کی له انحصاره کار وانه اخلی او په راتلونکی حکومت کی به د افغانستان ټول اړخونو ته د ګډون چانس ورکړی او دا هیله د افغانستان له ټولونورو اړخونو څخه هم لرو چه نور د وینو جامی په وینو ونه مینځی ، ملی او اسلامی یووالی باید رامنځته کړو ترڅو د راتلونکی نسلونو دپاره مو د عبرت درس او ځلانده تاریخ مو تر شا پريښی وی .

که داسی ونه شی ، ټاکنی به د ګټو په ځای تاوانونه او بی شمیره کورنی او قومی جګړی رامنځته  او تر اوسنی ستونزو به مو ستونزی لا زیاتی او ملی یووالی ته به مو تر پخوا لا زیات تاوان ورسییږی، او دا لوی کور به مو ټوټه ټوټه او هره ټوټه به مو د نړیوال استعمار ښکار شی . په دی ټاکنو کی چه د هیواد کم شمیر هیوادوال په پکی برخه اخلی د جنوب او شمال د ټلوالی د رقابت له امله به د هر ډول درغلیو بازار ګرم او بیلابیلی دشمنی به راوټوکیږی.

اولنو ټاکنو کی که ، د درغلیو کچه پورته کیږی د مخالفو اخری نوماندانو ترمنځ د نه توافق له امله به ټاکنی دوهمی مرحلی ته انتقال کوی او که دوهمه مرحله هم د ناکامیو سره مخ کیږی د کرزی د ریاست دوره به اوږدیږی  نو اشغاګر به بیا هماغه د بن د اوسنی اداری خاینین بیا سره په یوه اعتلاف کی راولی تر څو په نوم یو اعتلافی حکومت له ځانه وروسته پریږدی چه د څو اونیو یا میاشتو په اوږدو کی به شړیږی او په افغانستان کی اسلامی او ملی مقاومت قدرت تر لاسه کوی او لا به د پخوا په شان او یا تر پخوا هم بدتره جنګی شرایطو کی د افغانستان مظلوم اولس یوه یا دوه لسیزو ته  بیا ننوځی  او لا به یی نوم دا ځل خدای ناخواسته د نړی د هیوادونو له لسته وویستل شی .

د یو او سر لوړی افغانستان په هیله

د افغان ملت د سولی ژغ  له خوا د مظلوم  او خاموش اکثریت اعلامیه

الحاج استاذ بیانزی

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د