دیني، سیرت او تاریخ

که ادیان الهي دي ، ولي په هرانسان کي د حواسو په شان داخل نه دي؟

عبدالغفار جُبیر

د ملحدینو د سوال ځواب: 

آيا اديان د خالق لخوا دي که د مخلوق؟

۱: که د خالق لخوا دي ولې په هر انسان کې لکه نور حواس نه دي انسټال شوي. که ماشوم له تولد وروسته د مور د سينې رودلو چل کارولی شي نو له بلوغ وروسته يې بايد خالق هم پيژندلی. ولې يواځې عقل او وجدان لري ؟

ځواب: لومړی ((دین)) څه شي ته وايي؟

دین په لغت کي و اطاعت او جزا ته ویل کیږي (راغب اصفهانی)، په مقاییس اللغة کي راغلي دي چي دین یعني په زړه منل او د هغه اطاعت کول.

په اصطلاح کي دین ټوله هغه عقائد، عملي احکامات، اعمال، رسوم او عبادات دي چي مختلف افراد یې په مختلفو ټولنو کي لري .

ټول دینونه (اسلام، عیسائیت او یهودیت) د الله له لورې وه.

دغه درې (اسلام، یهودیت او عیسائیت) دینونه دي او نورو ته ټولو ته (هندو مذهب، بودایي مذهب، شنټو مذهب، زردشتي مذهب، کنفیوشسي مذهب او …) ته مذهب وايي، دلته خبره د ادیانو ده.

دینونه بیا پر دوه قسمه الهي غیر تحریف سوی دین (اسلام) او الهي تحریف سوي او منسوخه سوي دینونه (یهودیت او عیسائیت).

کله چي الله جل جلاله لومړی انسان حضرت آدم علیه السلام پیدا کړ، روح یې پکښې پوه کړ، نو دغه حضرت انسان یې و مځکې ته دخلیفه په ډول سره راولیږئ، انسان یې په دې راولیږئ چي وګوري کوم انسانان د الله عبادت کوي او کوم انسانان یې نافرماني کوي، انسان سره یې څو نور شیان هم یو ځای کړل، نفس، شیطان، عقل او وحي، اوس که څوک له عقله او وحي کار واخلي هغه سوکاله دی، او هغه څوک چي د نفس او شیطان په خبرو باندي وغولیږي هغه ناکامه دی.

الله رب العزت دغه دنیا صرف د امتحان لپاره پیداکړې ده، ورنه الله نه د انسانانو وعبات ته اړتیا او نه هم بندګۍ ته، الله رب العزت و ټوله بشریت ته دا خبرداری ورکړي چي ودې دنیا ته تاسی د عبادت لپاره راغلی یاست او ددې ستر امتحان په مقابل کي بیا د ښو انسانانو لپاره جنت او نعمتونه او د بدو انسانانو لپاره یې دوږخ او سزا ټاکلې ده.

کله چي په ازل کي الله رب العزت ټوله انسانان پیدا کړل الله پاک ورته وویل چي ایا زه ستاسو خدای یم؟

ټولو ورته وویل چي بلې. دغه د خدای د وجود عقیده یې په ازل په دماغ کي ورانسټال کړه، او په حدیث مبارک کي راځي چي هر ماشوم پیدا سي هغه مسلمان دی، یعني هغه د ازلي عقیدې پر بنسټ مسلمان او موحد دی، خو وروسته چي غټ سي د نفس او شیطان په لومو کي راګیر سي، بیا یې پر سترګو باندي د جهل، ناپوهۍ او غفلت پردې وغوړیږي، چي هم کوڼ سي، هم کونګ سی او هم ړوند سي، بیا سپین حق ورته تور جادو ښکاري.

که چیري نفس او شیطان نه وای او دغه ټوله دین الله جل جلاله په انسانانو کي داخل کړي وای، بیا خو ددې انسانانو راتګ ودې ځمکې ته بې معناوو، او هسي به ټول په جنت کي وای، یو تاوان به دا وای چي رښتنې او خبیث انسانان به نه سره توپیر کيدلای، داچي په ازل کي یې لکه یو ماشوم چي د مور تی رودي داسي یې دین نه دی پکښې داخل کړي، دا صرف ددې لپاره چي طیب له خبیث څخه بېل کړي، او ښه انسان ته پوره انعامونه ورکړي او بدو ته پوره سزا ورکړي.

زموږ په انساني ټولنه کي یو دولت یا واکمن و هیچاته تر هغو امیتاز او ترفیع نه ورکوي تر څو امتحان کړی یې نه وي، کله چي یې امتحان کړ، ښه تکړه او مخلص وو بیا هغه دولت او حکمران ورته ترفیع او امتیاز ورکوي.
برعکس هغه څوک چي د حکمران فرمانونه نه ومني او بغاوت کوي، زموږ په دې بشري ټولنه کي ورته سزا ورکول کیږي، دغه اصول په مطلق انساني ټولنه کي درته ښیم، نه داچي صرف په اسلامي ټولنه کي دا اصول دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x