شعـــــرونه

امام سفيان ثوري رحمه الله ته د خپلې مور نصيحت

 حکيم الله صابر
وکيع رحمه الله وايې : د سفيان رحمه الله مور به هغه ته ويل : اې سفيانه !هميشه د علم حاصلولو په تلاش کي اوسه او په دې کار کي هيڅ ډول سُستي او کوتاهي مه کوه ، زه ستا د تحصيل مصارف د جامو په ګندلو او نورو کارونو درته برابروم ، خو يوه خبره مي واوره : هر کله چي دي لس ټکي زده کړل، يو ځل په هغه عمل وکړه ، چي هغه دي عملي کړه بيا مخته ځه ، که نه نو زه تاته خپل حق نه دربخښم.

زويکيه ! هر کله چي دي لس توري زده کړل ، نو خپل ځان ته وګوره چي ايا په خپل وقار او بردباري کي د ارتقا احساس کوې او که نه ، اخلاق دي وده کوي او که نه ، تواضع او عاجزي درکي پيدا کيږي که نه ، فکر دي د لوړيدو پر خوا درومي که نه ، د خپل بادار خواته دي توجه زياتيږي که نه ، ايا د الله تعلیٰ له مخلوق سره دي په مينه ، محبت او خواخوږي کي ډيرښت راځي او که نه ! که دغه احساس او نيک خويونه درکي ظاهر نه شي ، نو دا حقيقت ومنه چي دا ډول علم حاصلول به له ځان سره هيڅ راز ګټه ونه لري او پر همدغه ځای يې پريږده ، نور مخته مه ځه ، تر څو لومړي دي د ځان اصلاح نه وي کړي .

درس : د امام سفيان رحمه الله مور څومره عقلمنده او د فکر خاونده ميرمن وه ، خپل زوی ته يې ويل چي هميش د علم حاصلولو په تلاش کي اوسه په دې اړه چي دي څومره خرڅه او مصارف کيږي زه يې درته برابر وم ، البته شرط دادی چي لس توري دي زده کړل ، نو سم دستي به يې پر ځان ګورې چي ايا نېک اخلاق ، حلم ، برداښت ، عاجزي او تواضع د الله تعالیٰ او د هغه د رسول الله (صلی الله عليه وآله وسلم) فرمانبرداري را کي پيدا شول که نه !

که نه وه پيدا شوې ، نو خبردار ! چي دغه راز علم نور بند کړه ، ځکه د هغه علم هيڅ ګټه نشته چي ښه اخلاق او نيک خويونه درکي پيدا نه کړي.

(مأخذ : صفوة الصفوة جــ۳ صــ۱۱۶).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x