افغانستان

انقره به سبا د افغانستان،پاکستان او ترکیې د درې اړخېزي غونډي کوربه وي

نن ټکی آسیا: افغان ولسمشر حامد کرزی او د پاکستان صدراعظم نواز شریف نن په درې اړخیزه دوې ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره د ترکیې د پلازمېني انقرې پر لور وخوځېدل.

ټاکل شوې ، چې د افغانستان،پاکستان او ترکیې ترمنځ دا درې اړخېزه اتمه غونډه به سبا چارشنبه د ترکیې د ولسمشر عبدالله ګل په کوربه توب په انقره کې پیل شي او دوه ورځې به دوام ولري.
تمه ده، چې په دې ناسته کې به د هېوادونو په کچه د سولې او  همکاریو د لارو-چارو په باب غور او بحث وشي.
په غونډه کې به د درې واړه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او یو شمېر نور لوړ-پوړي مقامات هم برخه واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x