دیني، سیرت او تاریخ

روژه په اسلام او ساینس کي (۸)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

دوهمه فلسفه:
حیوانیت تل دملایکیت ضداومانع دی، یعنی کله چی په یوه انسان کی دحیواناتوځانګړتیاوی راشي نودملایکوځانګړتیاوی کډه کوي،کله چې دبهیمیت توان اوطاقت زیاتیږی په هغه اندازه سره یوانسان دتاریکیوو سمندرته لاهوکیږی دحیوانیت لپاره غوره اسباب خوراک، څښاک اونفساني خواهشات دی دحیوانیت دکنترولولپاره غوره لاره داده چي اسباب یی کم کړل شي کله چې اسباب یی کم کړل شول نووالله ته انسان نژدې کیږی اوتشبه باالملکوت (دملایکوسره مشابهت) راځي.
(حجة الله البالغه ۱ټوک ) لیکوال محدث دهلوی شاه ولی الله رحمة الله علیه

شاه ولی الله رحمة الله علیه دروژې پوره فلسفه بیان کړیده په ډیرتفصیل سره اودروژې پرهرڅه يي رڼااچولې ده، چې دده دتفصیل څخه داوموږته په لاس راځي چې کله یوانسان خوراک څښاک اونفسانی خواهشات کنترول کی نونفس خپل په کنترول کی دي، کله چې دنفس خلاف مجادله اومقابله پیل شول نوشیطان ته هم کومه موقع په لاس نه ورځی نوځکه انسان ډیرعبادت کوی، په عبادت کی ېې اخلاص اوروح وي، بنده وخپل خالق ته نژدې کیږی، له کړوګناهونوڅخه توبه باسی اودااغیزې بیاترټوله کاله پوری غوړیږي.
دریمه فلسفه:

روژه عقل ته نوی روح بخښی، روژه دالله شکراداء کول دي، دنفس اصلاح ده، یوبنده چې په کومه اندازه سره دخپل معبودعبادت کوی نوپه هغه اندازه سره دخالق شکراداء کوي، بل حکمت په روژه کی روغتیاده، داځکه چی طبیبان وایی هرهغه څوک چی ډیرخوارک وکړی، ډیرڅښاک وکړی اوډیرخوب وکړی نوخپل عمریی ضایع کړی، چې مطلب یی دادی چی دډيرخوراک اوڅښاک سره ناروغیانې تړلې دي، نودخوراک اونوروشیانوکنترول خپله روغتیاده، په روژه کی بل حکمت دادی چی شهوت کنترولوي چې داعادت په انسانانواوحیواناتوکی یودي، نوپه روژه کی انسان کانترولیږی اوبل داچې دمجردوکسانولپاره رحمت دی داځکه ددوی شهوت کمیږی اودوی له فحشاواوزناوڅخه راګرځي،په روژه کی بل حکمت دادی چې کله یوانسان روژه ونیسی نودنه خوراک اونه څښاک له کبله وانسان ته هغه کسان رایادیږی چی تل شی نلری.

(حکمة الشریع وفلسفه جزء ثانی، صوم)

الاستاذالشیخ علی احمدالجرجاوی ريس جمعیة الازهر په دې کتاب کی دروژې زښته ډیرحکمتونه بیان شوی دی خودلته ټول راوړل ناشونې دي، لوی خدای جل جلاله دی وکړی چی همداکفایت وکړی.

نوربیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x