دیني، سیرت او تاریخ

دروژې فقه (( شپږمه برخه ))

عبدالغفار جُبیر

۱۱: سوال: که چیري حامله ښځه خپل معاینه کوي یعني یا کومه آله یا لاس په فرج کي دښځي داخل شي ایا په دې سره روژه ماتیږي که یا؟
ځواب: په دې کي باید ډیر احتیاط وشي، که چیري ګوتې، لاس او یا کومه آله په اوبو، تیلو او دوا باندي لنده وي روژه فاسده ده.
(درمختار علی شامیه ټوک: ۲ پاڼه: ۹۹، خیرالفتاوی ټوک: ټوک: ۴ پاڼه: ۷۷)
۱۲: سوال: په روژه کي مسواک وهل او یا هم د وریو د وینو له کبله منجن استعمالول څنګه دي؟
ځواب:په روژه کي مسواک وهل روا دی، او منجن اسعمالول هم پروا نکوي، خو باید احتیاط وشي چي د منجن اثرات ونس ته ولاړ نشي، د منجن د استعمال څخه وروسته باید خوله ښه پریولل شي، او منجن استعمالول مکره تنزیهي دي په روژه کی.
(ملخص، فتاوی دارالعلوم دیوبند ټوک: ۶، پاڼه: ۲۵۶)

۱۳: سوال: که چیري د وریو وینه و نس ته ولاړه شي روژه څنګه ده؟
ځواب: د وریو وینه که چیري و نس ته ولاړه شي روژه فاسدیږي او قضاء یې لازمه ده.
(فتاوی دارالعلوم دیوبند ټوک: ۶ پاڼه: ۲۶۲)

۱۴: سوال: په روژه کي مي په خوب کي خولې وینې کړي وې چي راکښینستم وینه مي په خوله کي وه روژه مي څنګه ده؟
ځواب: روژه فاسده ده قضاء یې لازمه ده.
(فتاوی دارالعلوم دیوبند ټوک: ۶ پاڼه: ۲۶۲)

۱۵: سوال: یو ناروغه دی د ۵۵ کلونو دی او د وینې شکره لري، ډیر تږی کیږي په ځانګړي ډول سره په ګرمۍ کي، دا چی روژه په ګرمۍ کي ده او دی اوبو ته سخت ضرورت لري دده د روژې حکم څه دی؟
ځواب: که چیري داسی ناروغي وي چي له کبله یې روژه نشي نیولای نو نه دي نیسي، خو یو شی په یاد ساتل دي هغه داچي که چیري د ناروغۍ علاج او درملنه امکان ولري نو فدیه نشی ورکولای او قضاء دي راوګرځوي، او که چیري د ناروغۍ علاج او درملنه امکان نلري بیا دي فدیه ورکړي.
(فتاوی دارالعلوم دیوبند ټوک: ۶ پاڼه: ۲۵۹ه ))

۱۶: سوال: یوه ښځه د۲ میاشتو ماشوم لري، روژه یې وه ، ډیره کمزورې شوه، او د ماشوم شیدې هم لږ او یاهم ورکې شوې دغي ښځې روژه ماته کړه ددې حکم څنګه دی؟
ځواب: هغه مور چي شیدې ورکوي او د روژې له کبله دا کمزورې کیږي او یایې ماشوم وږی کیږي دا کولای شي چي روژه ماته کړي قضاء یې شته کفاره نشته، و دې ښځې ته ترهغه وخته پوری د روژې د نه نیولو اجازه شته تر څو ماشوم یې غټیږي، کله چي یې ماشوم غټ شو، یعني د مور و شیدو ته یې اړتیا نه وه بیا دا حکم ختم شو، ددې خوړل شوو روژو صرف قضاء شته او کفاره نشته.
(فتاوی دارالعلوم دیوبند ټوک: ۶ پاڼه: ۲۹۸)

۱۷: سوال: په روژه کي خلک پر تلویزون باندي مختلف پرواګرامونه او ډرامې ګوري، موسیقي اوري ایا دا و روژې ته تاوان رسوي؟
ځواب: په روژه کي داسی شیان کتل د روژې ثواب له منځه وړي او روژه نه ماتوي، الله دي ټول امت اصلاح کړي.
(آپ کې مسایل اور اُنکا حل ټوک: ۳ پاڼه: ۴۱۴)

۱۸: سوال: پر ما باندي قضایي روژې شته ایا زه نفلي روژې نیولای شم؟
ځواب: نه! چي قضایي روژې در باندي وي نفلي روژې نشي نیولای دا ځکه چي هغه قضایي روژې ستا پرذمه دي او نفلي روژې دي پر ذمه نه دي.
(آپ کا مسایل اور اُنکا حل ټوک: ۳ پاڼه: ۳۸۰)

۱۹: سوال: د حمل په پوره ۹ میاشتو کي و ماته قی راځي، هر څه دارو درمل چي مي استعمال کړیدی بې ګټي دي، که چیري پیشلمی ونکړم بیا می هیڅ د وسه نه کیږي د کور کار دی او حتی د ولاړو نه یم، نو ایا زه کولا شم چي روژه وخورم او فدیه ورکړم؟
ځواب: که داسی مشکل وي روژه خوړلای شې خو دا تکلیف مؤقت دی، یعني تاسی وایاست چي د حمل په دوران کي دی، نو په داسی حالت کي تاسی قضاء راوړلای شي او فدیه نشی ورکولای.
(آپ کې مسایل اور اُنکا حل ټوک:۳ پاڼه: ۳۷۶)

۲۰: سوال: ښځه اعتکاف کولای شي که یا؟ که چیري د اعتکاف په حالت کي ورته حیض راشي اعتکاف یې څنګه دی؟
ځواب: ښځه کولای شي په کور کي یو ځای انتخاب کړي او د اعتکاف په نیت کښیني اعتکاف یې صحیح دی، خو که چیري یې په اعتکاف کي حیض راغی نو اعتکاف دي پریږدي، او د روژې قضاء دی را و ګرځوي.
(فتاوی رحیمیه ټوک: ۷ پاڼه: ۲۸۶)

نوربیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x