نړۍ

د پاکستان جمعیت علماء اسلام ګوند د طالبانو دریځ غندلی

نن ټکی آسیا: د پاکستان په سنا کې د اپوزسیون غړو له خپل حکومت څخه غوښتي، چې د پاکستاني طالبانو د غوښتنو د ځواب په اړه باید دوی ته توضیحات ورکړي او دا یې هم ویلي، چې که په پاکستان کې د وروستیو خونړیو بریدونو تر شا د طالبانو لاس نه وي؛نو هغه د پردې شا ته ځواک دې ورته په ګوته شي، چې دا ډول حملې کوي او مذکرات سبوتاژوي.

د پاکستان د کورني امنیت په باب د سنا په نوبتي غونډه کې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علماء اسلام ګوند په لومړي ځل د طالبانو له مفکورې او فلسفې سره نه یوازې مخالفت وښود، بلکي غندنه یې هم وکړه.
د دې ګوند یو ډېر لوړپوړی مشر مولانا عبدالغفور حیدري وویل : موږ پخوا هم د طالبانو دریځ غندلی او نن یې هم غندو ، نو موړي زیاته کړه، چې د دوی له فکر سره د پاکستان اکثره علماء هم مخالف دي .
د حیدري په وینا، شریعت له وړاندې د پاکستان په اساسي قانون ځای لري او هېڅوک دا حق نلري ، چې د پاکستان قانون غیر شرعي وبولي او ورته تسلیم نشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x