نړۍ

د لندن په برید کې مرګ ژوبله نوره هم زیاته شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د برتانیې پولیسو اعلان وکړ چې د تیرې شپې په برید کې ۴۸ کسان ټپيان شوي دي او د ۶ کسان نور وژل شوي دي.

بریدګرو تېره شپه د برتانیې په پلازمینه لندن پر یوه مشهور پل باندي خلک په موټر ووهله او وروسته یې په چاړه باندي له خلکو څخه سرونه پرې کول پیل کړه چې په پایله کې د پولیسو په وینا یاده مرګ ژوبله را منځته شوې ده.

پولیس وایی چې د بریدګرو شمېر ۳ تنه وو، چې درې سره د پيښې په ځای کې وژل شوي دي.

باید وویل شي چې له تېرې مارچ میاشتې راهیسي دا دریم لوی برید دی چی په لندن کې تر سره کیږي او پړه یې د داعش ډله پر غاړه اخلي.
د مارچ پر ۲۲ یوه بریدګر د پارلمان سره نیژدې ۶ کسان په خپل موټر ووژل او ۵۰ یې نور ټپيان کړل. نوموړي وروسته هڅه کول چې چاکو په لاس پارلمان ته ننوځي خو د پولیسو په ډزو ووژل شو.

د تیرې میاشتې مئي پر ۲۲مه پر یوه کنسرټ باندي چاودنه وشوه چې له امله یې ۲۲ کسان ووژل شول او ۱۱۶ کسان نور ټپيان شول.

د امریکا د ولسمشر ټرمپ په ګډون د اوروپا او نړۍ اکثرو ولسمشرانو دغه برید یو تروریستي برید بللی او د برتانیې سره یې خپله غم شریکي اعلان کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx