
ګارډین: بریتانوي پوځیانو افغانستان کې امریکایي بې پېلوټه الوتکې کارولي دي
نن ټکی آسیا: د انګلستان د دفاع وزارت په افغانستان کې د هوايي بریدونو لپاره د امریکا بې پېلوټه الوتکي کارولي دي.
ګارډین ورځپاڼې په خپله پرونۍ (۱۱/۲/۲۰۱۴)ګڼه کې په یوه خپاره کړي راپور کې د انګلستان د دفاع وزارت د چارواکو له خولې لیکلي، چې په افغانستان کې مېشتو بریتانوي پېلوټانو د امریکايي بې پېلوټه الوتکو په مټ د طالبانو پر ضد لږ تر لږه ۳۹ حملې ترسره کړي دي.
په راپور کې راغلي، چې بریتانوي پېلوټانو د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ ، په ۲۱۵۰ مواردو کې کابو هره ورځ یو ځل د امریکايي بې پېلوټه الوتکو لارښوونه پر غاړه لرله.
د انګلستان د دفاع وزارت چارواکو په ټینګار سره ویلي، چې د بې پېلوټه الوتکو بریتانوي پېلوټانو د خپل هېواد له قوانینو سره سم عمل کوي.
د ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، دفاع وزارت له دې سره جوخت د لومړي ځل لپاره د هغو بریدونو جزیات هم په ډاګه کړي، چې د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۳ع کلونو په ترڅ کې د دوی له لوري په افغانستان کې پر طالبانو ترسره شوي دي.
راپور وايي، چې تر ټولو زیات بریدونه د ۲۰۱۱ په نومبر میاشت کې شوي، چې شمېر یې ۲۵ ته رسېده او په دې موده کې یوازې د ۲۰۰۸ کال دسمبر هغه میاشت ده، چې پکې هېڅ هوايي برید ترسره نشو.
د انګلستان د دفاع وزارت له لوري تازه خپاره شوي ارقام ښيي، چې د ۲۰۱۳ کال په جریان کې د دوی بې پېلوټه الوتکو ټولټال ۹۴ بریدونه ترسره کړې ، په همدې توګه له ۲۰۰۸ کال راهیسې بیا د ۲۰۱۳ تر پایه پورې په افغانستان کې د دوی له لوري د ترسره شویو بریدونو شمېر ۱۵۷ ته رسېږي.
د یادونې وړ ده ، چې دا لومړی ځل دی چې د انګلستان دفاع وزارت په افغانستان کې د خپلو هوايي ځواکونو له لورې په بریدونو کې د امریکايي بې پېلوټه الوتکو د کارولو او استعمال څخه پرده پورته کوي.