افغانستان

کندهار: د طالبانو نفوذي عسکرو پولیسو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د کندهار ښار په ۱۵مه امنیتي حوزه کې د پولیسو تر منځ په شخړه کې لږ تر لږه اته پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د کندهار ولایت د چارواکو په وینا پېښه د حاجي عرب په سیمه کې هغه وخت را منځته شوه چې دوه پولیسو پر خپلو نورو ملګرو ډزې وکړې چې له امله یې ۶ تنه ځای پر ځای مړه او ۵ نور ټپيان شول. وروسته بریدګر عسکر هم د نورو پولیسو په ډزو ووژل شول.

بلخوا د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی اسیا ته په را لیږلي پیغام کې ویلي چې بریدګر پولیس ددوی نفوذي کسان وه چې په یو موثر او تکتیکي برید سره یې د قومندان شیرعلي او برېتور مجید په شمول ۲۹ تنه عسکر ووژل. او زیاته یې کړه، وروسته نفوذي بریدګر هم ووژل شول خو د پولیسو په ماموریت کې دننه یې تر لمر ختو پوري جګړه وغځوله.

باید وویل شي چې نن تر غرمې مخکې د جامع عمر سره نیژدې هم د ژیړۍ ولسوالۍ یو قومندان ووژل شو او بریدګر له سیمې څخه په تیښته بریالي شول. وژل شوی قومندان سردارولي نومیدی، په ملا مشهور وو او په ژیړۍ ولسوالۍ کې يې ۳ پوستې درلودلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x