ورزش

ریال مادرید د اروپا اتلولې بیا وګټله / ویډیو: لنډیز او ګولونه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): تېره شپه د برتانیې په ښار کارډیف کې ریال مادرید او یوفنتوس تر منځ د اورپايي اتلولۍ پایلوبه تر سره شوه چې ریال مدرید په ۴ ګولونو وهلو سره وګټله. یوفنتوس هم یو ګول ووهه.

ریال مادرید د هسپانیې یو کلب دی چې روزنه او اداره یې پخوانی فرانسوي لوبغاړی «زین الدین زیدان» کوي. باید وویل شي چې همدې کلب څو ورځې تر مخه د هسپانیې کورنۍ ټورنامنټ «لا لیګا» هم وګټی.

یوفنتوس د ایټالیا یو له غوره او پیاوړو کلبونو څخه شمېرل کیږي، خو د تیرې شپې په لوبه کې یې تکړه ګول کیپر «بوفان» د ریال مدرید د فارورډ کریستیانو رونالډو مخته بې بسه ولاړ وو، رونالډو په یوازي ځان ۲ ګولونه ووهل، برازیلي لوبغاړي کاسامیرو ۱ او ځوان لوبغاړي اسنسیو هم یو ګول ووهه.

د یوفنتوس ډلې هم یوه ګول په اوه ویشتمه دقیقه کې وواهه خو وروسته ونه توانېده چې نور ګولونه ووهي.

باید وویل شي چې د اروپا د فټبال کلبونو تر منځ هر کال دغه اتلولي جوړیږي چې تر اوسه ریال مدرید تر ټولو زیات ۱۲ ځله ګټلې.

https://www.youtube.com/watch?v=eA-DWNSByNI

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x