نظــر

بيا هم پاڅون!!!

لومړى ځل  دغزني په ا ندړو کې د خوست له شيخ زايد پوهنتون له کمپيوټرساينس څخه فارغ وزګار محصل، چې په پوهنتون کې به يې د حزبيانو اپلتې تبيلغولې، د اندړو له دوه اړخيز حزبي مامور جبار شلګري سره خبره غوټه کړه او په اندړو کې يې د طلوع لوپرانو ته خولې وازې کړي، چې موږ عام خلک يو ، هيڅوک مو نه تميلوي او د هيچا په کيسه کې نه يو، خو غواړو طالبان ورک کړو، ځکه چې دوى زموږ ماشومان وژني، ښوونځي بندوي….
دغه خبره دهېواد په ګوټ ګوټ کې د خپلو بانډچيانو لکه قرار،سقيم،ناصري،ظهير ،تاندپاڼه او ازادي راډيو له خوا داسې په درز کې تبليغ او خپره شوه چې دشاوخوا ولايتو خلکو رښتيا هم ومنله چې ولا اندړ رښتيا هم ګمراه شوي او د طالبانو پرضد جهاد! کوي.

په خبره کې لا مياشت نه وه تېره چې د دې لوپرانو دبنسټګرۍ سرلاري ماموجبار شلګري په امريکا غږ کې په واز کومي دا ومنله چې موږ ډېره لويه غلطې وکړه، ځکه دا خلک مو ولس ته داسې معرفي کړل، چې د دولت پلوي نه دي، او دا د ولس له منځه د طالبانو دظلمونو! پروړاندې پاڅون کوونکي دي، اوس نو همدا اربکيان ممکن په راتلونکي کې هغه پاټکيان شي ، چې کنټر ول به يې سخت وي.
که څه هم نوموړي پورته خبرې داسې وکړي چې ګواکې پر دې ملت دوښمنه پروسه پښېمانه دى، مګر حقيقت داسې نه و،ځکه چې د دغسې پاټکيانو راپورته کول دحزبيانو يو سپېڅلى مرام دى، دوى غواړي پر دې ډول تر ارګه ځان ورسوي، ځکه چې غوښتل يې په حکومت کې له ماموجبارشلګرى اوورته لسګونه نور ګوډاګيان کېنوي، اطراف پر اربکيانو وساتي او ګلبدين په داسې موقف کې ځان وساتي چې نه  دکافر دغلامۍ تور پرې ولګېږي او نه دکافر دسر په دښمنانو کې راشي.
د اندړو پاڅون خېلو! چې لومړنى شعار يې له طالبانو نه دخپل ولس ازادي وه داسې کانې وکړي، چې اوس نو همدا ولس ورسره تر ستوني دى، دوى هغه ښوونځي هم بند کړل چې طالبانو پر ډېر زور خلاص کړي وو، ځکه چې په هغو ښوونځيو کې مسلمان ښوونکي وو.
دوى د عامو مسلمانو له ښځو نه ګېڼې يووړلې، لکه داندړو د حبيب ګوډولوکې، دوى د دخلکو له کورونو ټغرونه ورټول کړل، لکه داندړو په صاحب خان کې، دوى خلک پر بمونو ژوندي کېنول او والوزول لکه په چاردېوال کې، دوى په خلکو کې بچه بازي، چرس، لواطت تر دې سطحې عام کړل، چې هيڅ عار نه ګڼل کېږي.
مګر پر دې سربېره دا دروغجن دولت بيا ادعا کوي، چې په لوګر کې پاڅون شوى، وه د زوى په زړه ماړه شئ، له دې دروغوسره!
خو ښکاره وواياست چې په دې سيمه کې چا زنا ښکاره نه شواى کولاى، هلکان چا ښکاره نه شواى ګرځولاى، اسلام پکې وو، خلک يې پر دين کلک ولاړ وو، نو  ومو وغوښتل چې په دې خلکو کې فحاشۍ ته لاره هواره کړو.
جالبه خو داده چې په ا ندړو کې دهمدې مبلغينو چې په سر کې يې تاند او ا زادي راډيو راځي ځينو داسې وانګېرله چې رښتيا هم طالبان زموږ دښمنان او امريکايان مو د مور …دي. ځکه خو نو آن د يوې کورنۍ څوکسه هم په اربکيانو کې ننوتل، د اندړو د عبدالصمد پرنامه چې وروستى اربکى  يې د چهاردېوال په پوسته کې په زورور اتل فدايي بريد کې ووژل شو، په کور کې يې څلور کونډې او نږدې دوولس يتيمان پاتې شول. چې اوس نو د دوى مبلغين د کابل له پستو څرخکي چوکيو ورته ښوري هم نه، چې دغه خلک چې موږ د مسلمانانو پرضد تشويقول اوس يې د کورنيو څه حال دى،جالبه خو داده چې يو تن فيسبوکي حزبي عبدالصمد شهيد بللى و، هغه بې چاره نود شهادت پرمفهوم څه خبر دى؟؟؟
د دې اربکيانو په سرکې د سيمې تر ټولو لوى ذليل دمشر په توګه ټاکلى کېږي چې غلامې رسنۍ يې نو بيا قومي مخور معرفي کوي، جالبه داده چې دکټواز په يحى خېلو کې چې موږ کله کله ترې غنم راوړو، هلته يو ځوانکى هلک بهاول خان د قومي مشر په توګه رسنيو معرفي کړى وو او ويل يې چې نوموړي له سلګونو نورو سره د طالبانو پرضد پاڅون کړى، هغه ايله بېله خپله پوزه نه شواى پاکولاى، ايله اوس دومره شو چې قانوني ځان وګڼل شي او د پکتيکا  ولايتي شورا  ته ځان نوماند کړى دى.
اوس بيا ځينې بلواکه رسنۍ غواړي څو نورې ميندې د وير په ټغر کېنوي ،ځکه خو يې د لوګر د چلتن لوپران د باباقو لارويان سپېڅلي پاڅون کوونکي وبلل، خو د لوګر غيرتي ولس بايد دې خرڅ شويو او ګونګيو ته د سمې لارې دعوت ورکړي او پوى يې کړي چې دا بلواکه رژيم يې يواځې تر ټاکنو پورې ساتي، له هغه وروسته به دوى هم د اندړو په برخليک اخته وي.

لیکوال: قیوم عمري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x