ورزش

کرکیټ: باران ځپلې لوبه ویسټ انډیز وګټله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د ویسټ انډیز د افغانستان څخه دوهمه شل اوریزه لوبه په ۲۹ منډو وګټله.

لوبه نن سهار وختې ددواړو غاړو تر منځ تر سره شوه چې په منځ کې باران هم وشو، چې له امله یې د شل اورونو لوبه په ۱۵ اوریزه بدله شوه.

پچه ویسټ انډیز ګټلې وه او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

په پنځلس اورونو کې ۳ لوبغاړي وسوځېدل او ۱۱۲ منډې جوړي شوې.

محمد نبي، کریم جنت، او ګلبدین نایب یو یو لوبغاړی وسوځوی.

والټن، ۲۹، لویس ۲۵، سامویل ۲۲ او سمسون ۱۷ منډې جوړي کړې.

په جواب کې د افغانستان ټوله لوبډله په ۱۴م اور کې وسوځېدله. تر ټولو ډیرې منډې کریم جنت ۲۰، ګلبدین نایب ۱۲ او نجیب الله ځدران ۱۱ جوړي کړې. نور ټول لوبغاړي تر ۱۰ منډو جوړولو مخکې وسوځېدله.

د لوبي غوره لوبغاړی (ک ولیمز) ونومول شو، ځکه چې نوموړي د افغانستان ۳ لوبغاړي وسوځول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x