افغانستان

مجاهد په کاپیسا کې د طالبانو والي د وژل کېدو ادعا رد کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ځايي چارواکو هغه ادعاوي رد کړې چې وايي په کاپيسا کې دطالبانو والي د لسو تنو جنګیالیو په شمول وژل شوی دی.

د کاپيسا ځايي چارواکو نن د یکشنبې په ورځ ادعا وکړه چې د دولتي ځواکونو په هوايي برید کې د کاپيسا لپاره د طالبانو والي مولوي هدایت الله د خپلو لس تنو ملګرو په شمول وژل شوی دی.

د کاپيسا قومندان امنیه ویلي چې د نوموړي سره وژل شوي لس تنه هم د طالبانو جګپوړي مسؤولین وه.

بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په رالیږلي خبرپاڼه کې دغه ادعاوي رد کړي دي او ویلي دي چې نن ورځ په کاپيسا ولایت کې هیڅ تلفات هم نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x