کابل: په جنازه کې د چاودنې انځورونه او ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): په چاودنه کې لږ تر لږه ۲۰ تنه مړه او تر ۸۰ زیات نور ټپيان شول.
جنازه د سالم ایزدیار وه چې د ولسي جرګې د دویم مرستیال محمد عالم ایزدیار زوی وو او د جمعې په ورځ ارګ ته څېرمه د امنیتي ځواکونو په ډزو ووژل شو.

د نوموړي په جنازه کې د پنجشیر څخه راغلیو ولسي خلکو په ګډون ډاکټر عبدالله، صلاح الدین رباني، د ولسي جرګې غړیو او ګڼ شمېر نورو دولتي مسؤولینو ګډون کړی وو.

طالبانو د لومړيو شېبو څخه په چاودنو کې لاس لرل رد کړه او دغه چاودنې يې د دولتي چارواکو په خپل منځ کې د بدبینیو نتیجه وبللې.

که څه هم دپيښې وروسته د جنازې پاریدلو ګډونوالو دوه جسدونه ځوړند کړل او هغوی یې سرتیري بریدګر وبلله خو تر اوسه هم په دقیقه مالومه نه ده چې هغه رشتیا هم سرتیري بریدګر وه او که د چاودنو قربانیان؟

باید وویل شي چې د ملي امنیت یو شمېر سرچینې وايي چې په جنازه کې یو بل سرتیری بریدګر ژوندی نیول شوی دی چې د هغه د معلوماتو پر اساس ۱۲ تنه نور نیول شوي دي خو په دې اړه یې نور شواهد او معلومات نه دي شریک کړي.

باید وویل شي چې تېره ورځ د ولسي جرګې غړي ظهیر سعادت او د جمعیت ګوند نورو مشرانو دغه چاودنې په نظام کې دننه د «تروریستانو» کار بللی وو او صلاح الدین رباني پر خپل فیسبوک پاڼه ولیکل چې ډېر ژر به په نظام کې دننه «تروریستان» افشا کړي.

باید وویل شي چې د جمعې د ورځې لاریون کوونکو تېره ورځ په یوه خبري کانفرانس کې د حنیف اتمر، معصوم ستانکزی او تاج محمد جاهد د استعفا او محاکمه کولو غوښتنه وکړه.


په لاندي ویډیو کې د جنازې ګډونوال او امنیتي مسؤولین نه پوهیږي چې وژل شويو کسانو کې څوک سرتیری بریدګر او څوک د پيښې قربانیان دي.

یو کس چې هڅه کوي د پيښې یو قرباني د سرتیری بریدګر په نامه خلکو ته ور وپيژني، بل یې منعه کوي او ورته وایی چې دا مولوي جلال دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د