افغانستان

عاجل: ملي امنیت وایی د جنازې بریدګرو چاودېدونکې توکې په بوټونو کې تېر کړي وه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): ملي امنیت پر خپل فیسبوک پاڼه ددوه جوړ بوټونو انځورونه نشر کړي او ادعا کوي چې په جنازه کې د بوټونو څخه په استفادې چاودېدونکې توکې انتقال شوي او چاودنه ورکړل شوې وه.

د انځورونو سره په نشر شوي لنډ پیغام کې ویل شوي چې د سالم ایزدیار په جنازه کې چاودېدونکي توکې په خورا ماهرانه ډول په «بوټونو» کې ځای پر ځای شوي وه چې امله یې د تلاشي پر وخت ونه موندل شوه.

باید وویل شي چې په دغه جنازه کې د پارلمان د غړو او جګپوړو چارواکو په ګډون اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله هم ګډون کړی وو.

تېره ورځ د جنازې تنظیم کوونکو په نظام کې دننه پر یو شمېر کړیو تور پوري کړ چې په یاده پېښه کې لاس لري، ځکه چې ددوی په وینا طالبان یا بله هیڅ ډله دومره امکانات نه لري چې د ۳ ساعتونو په لنډه موده کې د جنازې ځای ته خپل سرتیري بریدګر ورسوي.

او زیاته یې کړه چې د جنازې وروستي ترتیبات د شپې ناوخته په ډېره وړه حلقه کې ونیول شول او بیا حکومت ته خبر ورکړل شو چې د یاد ځای امنیت ونیسي.

دوی ویل چې په نظام کې دننه داسي کړۍ شته چې یا خو په دغه چاودنو کې مخامخ لاس لري او یا هم د طالبانو سره د هغوی په انتقال او د هدف په انتخاب کې مرسته کوي.

باید وویل شي چې تېره ورځ صلاح الدین رباني هم د چاودنو وروسته په خپل لومړیو څرګندونو کې وویل چې ډېر ژر به په نظام کې دننه تروریستان د افغانستان دولس په مخ کې رسوا کړي.

باید وویل شي چې فیسبوک فعالانو د ملي امنیت پر وروستي پيغام سخت قهریدلی او پوښتنه کوي چې په دغه اعلان سره ملي امنیت خپل نا اهلیت څرګندوي او که د بوټونو راز معلومول د استخباراتو لویه لاسته راوړنه بولي.

باید وویل شي چې د ګډونوالو په وینا د جنازې ساحې ته د ورتګ لپاره یوازي یوه لاره وه او پر هغه باندي ټینګ امنیت نیول شوی وو خو بیا هم یوه نه، ۳ چاودنې تر سره شوې چې په کابل اداره کې دننه خورا بې اعتمادي را منځته کړې او په لوړه سطحه یې د چارواکو په منځ کې جدي پوښتنې زیږولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
انعام

هر څه چه نوی پیښ شی ستونزمنه ده چه سړی یی به اړه پوره حقایق وویل شی د حالاتو او شرایطو په ارزونه او یا کومی عینکی چه د جا په سترګو دی یا د هغوی له خوا یو څه هم ویل کیږی چه دستوری د خلکو ذهنیت بل اړخ او نورو شیاتو ته اړوی . زما په اند بوټانو کی د دا ډول توکو تیرول حجم او وزن دیر کم دی دا ډول شیان کیدلی شی د یوی الوتکی د تشتولو یا د یو کس د وژنی د پاره وکارول شی د دومره لوی تخریب او د دومره ډیرو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x