نظــر

ماته او پلمې!

د امريکا په کانګريس کې د جنوبي کارولينا سناتور ليندسي ګراهام ويلي که کرزى د بګرام له زندانه پنځه شپېته بنديان خوشي کړي، دوى به پرې روزي قطع کړي.
په دې وروستيو کې د کرزي او د بادارنو ترمنځ کله کله ډېر توند عکس العملونه وړاندې کېږي، چې کېداى شي ډېر علتونه ولري.
دا د استعمار عادت دى چې په مستعمره کې تر ټولو ذليل سړى حاکم ټاکي،تر څو يې د هرډول جنايت ترسره کولو لپاره لکه ريبوټ وکاروي.

د ٢٠٠١ز کال په لومړيو کې چې کله بوش ناره پورته کړه چې دغه پېړۍ د مسيحيت پېړۍ ده، نو له دې سره سم يې د مسيحي پروګرامونو د پلي کولو لپاره څو ريبوټونو ته اړتيالرله، په بېړه يې د حيات اباد په کوڅوکې پيداشوي او دامريکا په نايټ کلبوکې ځوان شوي، امريکايي سګ شويان په بن کې سره راټول کړل او د کرزى يې په ارګ کې پر چوکۍ نسب کړ.

دوى ځکه دخپلو موخو د پلي کوونکې ډلې په سر کې کرزى وټاکه چې دا جناب يې له هيڅ ډول امر نه سر نشي غړولاى، څوکاله وړاندې چې کله د عبدالرحمن پرنامه يوتن د عسيويت ادعا وکړ، د افغانستان ټولو محکمو پرې د اعدام حکم صادر کړ، خو چې خبره د دې ريبوټ تر لاسليکه ورسېده نو کاندولېزا رايس پرې له سپينې ماڼۍ رابړچ وهل:موږ پر يوه اسلامي هېواد ددې لپاره يرغل نه دى کړى، چې زموږ يو عيسوي ورور دې هلته داوسېدو واک ونه لري.

له دې نيم اخطار سره ريبوټ کرزي ورته د بهرته تلو زمينه مساعده کړه او استرلياپه خپله غېږه کې ونيو.

اوس بيا د امريکا د کانګرس يوه غړي کرزي ته اخطار ورکړى چې که د بګرام له زندانه دي بنديان خوشي کړل،نو موږ به درباندې روزې بنده کړو.ولې د روزي د بندولواخطار؟

ځکه چې په دې ديارلس کاله کې امريکا ته د کرزي مطالعې دا ورزده کړل چې دغه ښاغلى د پيسو پر وړاندې هيڅ هم نه دى. دويم دا چې په دې اوسنيو ماده پالو حالاتو کې د کرزي او د ده د بلواکه ادارې ټول قوت، زور او تمې په پيسو پور ې تړلې دي.

مګر جالبه داده چې ولې دکانګريس دې غړي په داسې وخت کې د روزي دبندلو اخطار ورکړ چې هلته کرزي د دې بنديانو د خوشي کولو امر کړى؟
زما په فکر دلته بيا غواړي کرزى دومره بې حيثيته ثابت کړي چې د ده د امر د امريکا رزق بندي له منځه وړلاى شي او که فرضاً کرزى يې پر دې سربېره هم خوشي کړي،نو دا به د دوى پر لاس د جوړې شوې ډرامې يو بل قسط وي، چې غواړي کرزى دفلم په پاى کې ژوندى هېرو وبولي.

د بنديانو د دوسيو د څار کمېټې مشر عبدالشکور دادرس د رسنيو له لارې پرلپسې دا غږ کړى دى چې که هرڅوک د دې بنديانو لپاره کمزوري اسناد هم لري، لطفاً راميدان ته يې کړئ!

مګر د امريکا دکانګرس پورته يادشوي غړي بيا ويلي چې دوى يې په جرمونو کې کلک شواهد لري.چې سړى په پوره ډاډ ويلاى شي چې د ګراهام دغه ادعا پوره بې بنسټه ده، ځکه چې که چېرته دغه بنديان رښتيا هم امريکا ته خطرناک واى او په ا ړه يې شواهد هم واى، نو دې وحشيانو بيانو دکرزي په خبره غوږ نه ګراوه.مګر په دې وروستيوکې د دې لانجې دومره شاربل به پر دې مانا وي چې غواړي افغان ولس په خپلو تبلغاتو ګنګس کړې چې خپله ماتې پکې پټه کړي.نه يواځې ماتې، بلکې دتړون لاسليک، له تذکرو دافغانيت لرې کول،په بېلابېلو سيمو کې د اربکيانو وحشت،او… په دغسې تبليغاتوکې پټ کړي.

خو هغه متل دى چې : عيان راچه حاجت بيان!

يوسف خدرخېل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x