
د حکمتیار ساتونکی وایی، په جنازه کې می سرتیری برید نه دی کړی / ویډیو
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): تېره ورځ په جنازه کې تر برید وروسته په فیسبوک کې د سرتیري بریدګرو یو شمېر انځورونه نشر شوه چې په اړه یې ویل کېدل چې یو کس یې د حکمتیار د یوه ساتونکي سره شباهت لري.
په دې اړه د جمعیت ګوند ځینو فیسبوکې پاڼو او خبریالانو د حزب اسلامي پر خلاف پروپاګند پيل کړ او د جنازې په مراسمو کې د چاودنې مسؤولیت یې حزب اسلامي ته راجع کړ.
د دې تر مخه د کابل په لاریونونو کې هم د حکمتیار پر ضد شعارونه ورکړل شوي وه او د نوموړي د محاکمې غوښتنه شوې وه.
د کابل په لاریون کې چې د چارشنبې د خونړي غټ انفجار د غندنې په موخه را بلل شوی وو، په کښي د نورو شعارونو تر څنګ یو هم د حکمتیار محاکمه وه او کابل ته د نوموړي د راتګ سره مخالفت وښودل شو.
د شنونکو په نظر که څه هم د حزب اسلامي ډلې د ګډحکومت سره سوله کړې او خپله حکمتیار په کابل کې د اوسني او پخواني دولتي اکثرو چارواکو سره مخامخ لیدني کړې خو بیا یې هم په اړه په کابل کې بې اعتمادې موجوده ده.
ویډیو: