افغانستان

مجاهد د سرتیرو بریدګرو په اړه د ملي امنیت ادعا رد کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملي امنیت هغه ادعا د خندا وړ وبلله چې ګواکي د زابل ولایت څخه دي سرتیري بریدګر تللي وي او د کابل په سرای شمالي کې دي د جنازې د ګډونوالو په منځ کې ځانته چاودنه ورکړي وې.

باید وویل شي چې پرون د شنبې په ورځ د جنازې په منځ کې چاودنې ۲۰ تنه مړه او ۸۰ شاوخوا کسان نور ټپیان کړل.

ځکه چې دغه چاودنه د جمعیت ګوند د مشرانو او منسوبینو په منځ کې تر سره شوې، د ګوند اکثره مشران په نظام کې دننه پر یو شمېر کړیو تور پوري کوي چې په چاودنه کې لاس لري.

خو د ملي امنیت له لوري نن له سهار راهیسي د چاودنې په اړه عاجل معلومات ورکول کیږي چې په هغو کې لومړی وویل شول چې یو تن سرتیری بریدګر د جنازې له ساحې څخه ژوندی نیول شوی دی. بیا یې وویل چې بریدګرو چاودېدونکي توکې له ځانه سره په بوټونو کې تېرل کړل، او بیا یې وویل چې بریدګر د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره د زابل ولایت څخه راغلي وه چې ملي امنیت یې د انتقال مسؤول هم نیولی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږل شوي پيغام کې دغه ادعاوي ټولې بې بنسټه وبللې او وې ویل چې پېښه په حکومت کې دننه د بدبینیو او اختلاف له امله را منځته شوې، طالبان په کښي لاس نه لري.

نوموړي وویل : «دجنازې ځای د ورځې ناوخته محدودو کسانو لخوا مشخص شوی وو، له زابل ولایت څخه بریدګر تیاریدل او بیا کابل ته د برید ځای ته ورسیدل دخندا وړ خبره ده. دښمن په داسې جعل سازۍ سره غواړي خپله کمزوري پټه کړي او خپله ناکامه استخباراتي دستګاه ویښه وښيي، همداراز غواړي هغو چاودنو ته چې د دوی دخپل منځي اختلافاتو له امله په یوبل ترسره شوې له بهر څخه د بریدګر رنګ ورکړي. ».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x