افغانستان

د کابل لاریون کونکې دریمه ورځ هم د ولسمشر او اجرائیه رئیس دګوښه کېدو غوښتنه کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): په پلازمینه کابل کې ارګ ته څېرمه لاریونکو کوونکو خیمې نصب کړي او تر لاندي يې د اعتراض په توګه دریمه ورځ هم ناست دي.

په معترضینو کې اکثره ګډونوال د هغوی کورنیو د ځوانانو او مېرمنو دی چې د چهارشنبې په چاودنه کې خپل د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي دي او یا تر اوسه لا درکه دي.

د لاریون ګډونوالو تېره ورځ د امنیتي ادارو د مشرانو حنیف اتمر، معصوم ستانکزی او تاج محمد جاهد د ګوښه کېدو او محاکمه کېدو غوښتنه کوله خو نن وايي چې ولسمشر اشرف غني او اجرائیه ريس ډاکټر عبدالله هم باید له خپلو دندو ګوښه شي ځکه چې د هیواد د چارو په اداره کولو او امنیتی ټینګولو کې پاتې راغلي دي.

باید وویل شي چې د امنیتي ځواکونو له لوري پر لاریون باندي په ډزو کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان شوي دي. په ټپيانو کې د ولسي جرګې د مرستیال زوی سالم ایزیدیار هم وو چې په جنازه کې ۳ چاودنو نیژدې سل کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

په لاریون کې یوې ګډونوالې مېرمن نسیمه رسنیو ته وویل چې مېړه یې ډاکټر دی، په دنده پسي ګرځېدی خو د چاودنې وروسته یې هیڅ درک نسته او نه یې په اړه تر اوسه دې ته معلومات ورکول شوي دي چې هغه مړ دی او که ژوندی دی.

نسیمه وویل چې د څلورو ماشومانو مور ده او کور یې یواځي دی، حکومت باید ژر تر ژره ماته جواب راکړي او زمونږ غم دي وخوري، که نه شي کولای، د حکومت څخه دي ګوښه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x