افغانستان

د فیسبوک فعالانو د ملي امنیت درواغ افشا کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): نن غرمه د ملي امنیت له لوري ادعا وشوه چې د کابل په سرای شمالي کې د جنازې په مراسمو کې سرتیرو بریدګرو په بوټونو کې چاودېدونکې توکې تېر کړي وه او د دوه جوړو بوټونو انځورونه یې هم خپاره کړې وه.

خو په فیسبوک کې فعالانو د هغو انځورونو څخه په استفادې چې تېره ورځ تر چاودنې وروسته نشر شوه د ملي امنیت ادعا بې بنسټه او غولوونکې وبلله.

په انځورونو کې د هغو کسانو پښې او بوټونو یوازینی هغه برخه ده چې په چاودنه کې نه ده متضرره شوې، چې له امله یې د فیسبوک فعالانو پوښتنه کړې؟ که چیري چاودېدونکې توکې په بوټونو کې تېر شوي وای نو باید لومړی چاودنه یې پښو کړې وای.

د یادونې وړ ده چې ملي امنیت همداراز دا کار د طالبانو بللی او ویلي چې بریدګر په همدې ورځ له زابل ولایت څخه رالیږل شوي وه، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پيښې لامل د کابل په نظام کې دننه اختلافات وبلل او د ملي امنیت ادعا یې د خندا وړ وبلل.

نوموړي وویل چې د چاودنې خبر یوازي د حکومت او د جنازې د ترتیبوونکو سره وو، په دومره لنډه موده کې د زابل څخه سرتیري لیږل د خندا وړ خبره ده.

باید وویل شي چې د جمعیت ګوند اکثره مشران د ذبیح الله مجاهد د خبرو په تایید په نظام کې دننه پر ځینو کړیو تور پوري کوي چې یا خو په چاودنو کې مخامخ لاس لري او یا یې د طالبانو سره د هدف په اختیارولو او تر هدفه په رسولو کې مرسته کړې.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په فیسبوک کې ملي امنیت او پر امنیتي ادارو نیوکې زیاتي شوي او په کابل کې د وروستیو بې امنیو مسؤولیت همدوی ته راجع کیږي.

پورته هغه جسدونه دي چې په اړه یې ګمان کیږي چې د سرتیرو بریدګرو به وي، که څه هم ملي امنیت وایي چې بریدګرو په بوټونو کې بمونه ځای پر ځای کړي وه ځکه د جنازې ساحې ته په ننوتلو بریالي شوه خو انځورونه جوته وي چې د هغوی په جسم کې یوازینی هغه برخه چې سالمه پاته ده، هغه پښې او بوټونه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شاکرمموزی

رب مو هدایت په نصیب کړه که اهل یې یاست؟
د ملت په سترګو کې دومره بې رحمه خاورې ور اچول خو د دهغه چا کار دی چې له ټولو انساني صفتونو څخه مجرد وي ، لا هم د صلیب د یرغل لپاره پټۍ لټوۍ ځکه دا ټول لامل د د همدې کفارو شتون اویرغل دی.

احم صباح

‌داده سترفرعون صلیب نوکران اوورسرهمدغه صلیبی کفاردی چه ددغه مظلوملت په ناحقه وینی تویوی بیادغه دصلیب نوکرامنیت خپلی ملامتیاوی پرنوروور اچوی چه دادذابل سخه راغلی و داپه بوتو کشی موا د انفجا ری جاسازی کری و دانه وای چه موژ ددغه ستر دجال نوکری کو هم دغه دجال اونوکران ئ داکارونه کوی چه ددغه مسلمان ملت وینی په ناحقه تویوی اومسلمان اومظلوم ملته خپل دشمنان زیاتی وه پیژنی اشرف اوعبدالله دغوتولودغداری رای گتلی هیچادغو ته رایه نه ده ور کری فقط اوفقط دغو دسترصلیب جانکری رای گتلی اوبس اومسلمان ملته پریژدی گوند اوگوند بازی اودغه حزب اوحزب بازی دغه به… نور لوستل »

muhammadakbar

ديوہ درواغ دپارہ لس درواغہ ضرورت لري .دملا نصرالدين خبرہ دہ کہ دا غوشہ وي پيشوڅہ شوہ اوکہ دا پيشو وي غوشہ څہ شوہ .

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x