شعـــــرونه

لاره – سميع الله مجاهد

ماته خو را پاتې دا یوه لاره

ژوند کوم او ژوند سره مې شته لاره

 ته یې نازولی ته نازونه کړه

 زه مزل وهمه په غرمه لاره

نه هدف معلوم وي نه منزل راته

 ته چې نه یې څه کړمه سیده لاره

ستا د تصور نه هم بهره ده

 زه هره ورځ ځمه په هغه لاره

یاره ته چې نه یې منزل نه لرم

 ورکه شي سړي نه اکثر شپه لاره

دومره بختور یم لا ویده نه یم

 تا ته مې ساتلې ده رڼه لاره

هسې مجاهد یې څښتن نه شولو

 ټول عمر یې تېر کړو په دغه لاره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x