د نن سرلیکنه

د افغانستان په اړه د «ډانیل کوټس» وړاندوینې د ریښتیا کیدو په حال کې

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

خواوشا دری اونۍ وړاندې د امریکا د ملي استخباراتو مشر ډانیل کوټس (Daniel Coats) خبرداری ورکړی و چې د امریکا له لوري افغانستان ته د نورو اضافي سرتیرو له لیږلو سره سره به هلته امنیتي وضعیت نور هم ترینګلی شي.

هغه مهال یو شمیر افغان شنونکو د ښاغلي کوټس د څرګندونو په خلاف په حساسیت سره غبرګون وښود چې بهرني استخباراتي حلقات غواړي په دغه ډول څرګندونو سره په افغانستان کې امنیتي کړکیچ ته زمینه سازي وکړي.

خو اوس چې د تیرې چارشنبې له ورځې راهیسې په کابل کې د بوږنوونکو پیښو خونړي تسلسل ته وکتل شي سړی د ډانییل کوټس وړاندوینو ته هیښ شي چې څومره ژر ریښتیا او د ريښتیا کیدو پیل یې هم له کابله وشو.

په کابل کې د پیښو خونړی تسلسل او له هغه څخه را ولاړیدونکی بحران له شکه پرته چې زمونږ د هیواد او ولس لپاره ډیرې بدې پایلې له ځان سره لرلی شي.

د دې تسلسل له پیل نه د افغانانو ترمنځ د داخلي شخړو او جګړو نښې ښکاري هغه چې تر بل هر بهرني دښمن د افغان ولس د تباهي لپاره زیات موثریت لري.
د دې پیښو ښکیل لوبغاړي د افغان ولس د وروڼو قومونو د مدافعینو په نوم د هغوی ترمنځ د ملي وحدت جرړې پري کوي او یو د بل وهلو ته یې تشویقوي.

د دغو ټولو فتنو او سازشونو پلانونه مخکي ترمخکي د دښمن لخوا طرح شوي او د ولس په منځ کې د یو لړ اجرتي کړیو لخوا په ډیر مهارت سره همدا اوس عملي کیږي.

د دغه سازشونو شنډول او مخنیوی یواځې او یواځي د افغان ولس ترمنځ د ملي وحدت په ټینګولو سره ممکن دی، خدای دې وکړي چې د ولس غمخور او خواخوږي ملي شخصیتونه د مکار دښمن د دې خطرناکې دسیسې خنثی کولو متوجه او په اړه یې خپل مسؤلیت تر سره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x