ورزش

کرکیټ: هند په ۱۲۴ منډو پاکستان ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د چمپینز ټرافي په اتلولي کې نن د یکشنبې په ورځ د پاکستان او هندوستان تر منځ په برتانیا کې پنځوس اوریزه لوبه تر سره شوه چې پاکستان په ۱۲۴ منډو وبایلله.

د لوبې پچه د پاکستان کپتان سرفراز احمد وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

که څه هم د لوبې په منځ منځ کې باران لوبه وځنډوله خو بیا هم د ۴۸ اورونو لوبه تر سره شوه چې په کښي هندوستان د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۳۱۹ منډې جوړي کړې. د هندوستان په لوبغاړو کې زیاتې منډې روهیت شرما ۹۱، ویرات کوهلي ۸۱، شیکر داوان ۶۸، یوراج سینګ ۵۳ او هرتیک پانډیا په ۶ بالونو ۲۰ منډې جوړې کړې.

د پاکستان په بالرانو کې یو وکټ شاداب خان او بل حسن علي واخیست، نور ټول بالران بې وکټه پاته شوه او په ځانګړې توګه وهاب ریاض په ۸.۴ اورونو کې د ۱۰ منډو په اوسط سره ۸۷ منډې ورکړې.

په جواب کې پاکستان خپل ټول لوبغاړي په ۳۴م اور کې له لاسه ورکړه او یوازي ۱۶۴ منډې یې جوړي کړې. اظهرعلي ۵۰، محمد حفیظ ۳۳، شعیب ملک ۱۵، سرفراز ۱۵، شاداب خان ۱۴، شهزاد ۱۲، بابر اعظم ۸ او محمد عامر ۹ منډې جوړې کړې. عماد وسیم او حسن علي په صفر وسوځېدل او وهاب ریاض د ټپې کېدو له امله ونه توانېد چې توپوهنې ته حاضر شي.

د لوبې غوره لوبغاړی د هندوستان یوراج سینګ ونومول شو چاچې په ۳۲ بالونو ۵۳ منډې جوړې کړې.

باید وویل شي چې پاکستان دغه لوبه په ۱۲۴ منډو وبایلله چې د کپتان سرفراز په وینا دغه منډې ټولې په وروستیو ۸ اورونو کې جوړي شوې. د هندوستان لوبغاړو په وروستیو ۴ اورونو کې تر ۷۰ زیاتې منډې جوړي کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x