افغانستان

سرچینه: د پکتیا لپاره نوی والي وټاکل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): ارګ ته نیژدې سرچینې وايي چې شمیم کټوازی د پکتیا ولایت د والي په حیث ټاکل شوی دی.

ویل کیږي چې ولسمشر اشرف غنې د نوموړي د ټاکنې وړاندیز منلی دی او ډېر ژره به رسما ولایت ته د والي په توګه ور وپيژندل شي.

شمیم کټوازی اوسمهال د ځوانانو په چارو کې د ولسمشر مشاور او په ولسي جرګه کې د پکتیکا ولایت د استازي نادرخان کټوازي کشر ورور دی.

باید وویل شي چې د پکتیا پخوانی والي زلمی ویسا په دې وروستیو کې کندهار ته تبدیل شوی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x