ادبي لیکني

د تخیُل په دنیاګۍ کې د وطن(مور) سره مرکه!!!

محمد عمر حماد

د وطن زوی: مورې! ته خو د اسلام جغرافیه یې نو سیکولران(بې دینان) څنګه له تاسره د مینې او محبت دعوا کا؟

وطن(مور): زویه! سیکولران(بې دینان) هر ځای کې د وطني مینې له شعار څخه په استفادې سره غواړي له عام ولس سره ځان عیار او د اسلام په هره جغرافیه کې خپل کرغیړن اهداف تطبیق کړي.

د وطن زوی: مورې! نو موږ څنګه کولای شو چې ستا زامن په دې وپوهو چې سیکولران ستا له نوم نه په استفادې سره خپلو کرغیړنو اهدافو ته ځان رسوي!؟

وطن(مور): زویه! دا چې زه د اسلام جغرافیه یم نو د ستاسو مسلمانانو جغرافیه یم زما نورو زامنو ته ووایاست چې که د خپلې مورجانې(وطن) خوشحالي او ارام ژوند غواړئ نو الهي پیغام ته مخه کړئ او لکه څرنګه مو چې پرون د کمونیزم ماڼۍ له ټولو اساساتو سره ور ونړوله همداسې نن د سیکولریزم د ماڼۍ نړولو لپاره سره یو موټی او متحد شئ او زما د بې دینه دښمنانانو پلانونه شنډ کړئ.

د وطن زوی: ښه مور جانې همداسې به وکړم، همدا اوس ځم ستا پیغام ستا ټولو مؤمنو زامنو ته رسوم.

وطن(مور): زویه! ژوندی او خوشحال اوسې ځوانیمرګ مه شې😥

د اوبو پر ځای به وینې د زړه ورکړم
که محتاجه تراوت ته دا چمن شي

خپله خاوره به په خپلو وینو پالم
که حاجت یې قرباني زما د تن شي

که غلیم له ما بری يوړ محبوبې
ستا پړونی دې زما د تن کفن شي

درنښت!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x