شعـــــرونه

غزل/ سيد الهام

سيد الهام

شکر نه پړ شوو نه بدل شوو او نه هم بې ايمان
خير که کلى مو بمبار دى لوى او کم شهيدان

هرڅومره نور هم کړاوونه زغمو باک پرې نکړو
چې پاک الله رانه راضي وي او راضي وي جانان

د شهيدانو مزارونه پر دې خړه ځمکه
لکه په ستورو چې ښه ايسي تورشپه کې آسمان

په و دانيو وطن کله ودان شوى چيري
چي ټول وګړي يې يو ځان وي ها وطن دى ودان

ډيري پيړۍ به مو دا وياړ و ي و بچو ته پاتې
دا چي غليم وکړ په ماته خوله د ماتې اعلان

د حقي لارې قربانيان دي تل ژوندي الهامه!
د هر شهيد په ژوند ګواه دى پاک سپېڅلى قرآن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جوهرالدین

دکاپیسا ولایت دتگاب ولسوالی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x