
هرات کې د ګازو په شرکت کې زوروره چاودنه وشوه
نن ټکی آسیا: نن سهار شپږ نیمې بجې هرات کې د اور لګېدنې له امله د ګازو لس ټېلري بالونونه سوځېدلي دي.
د هرات د امنيه قوماندان مل پاسوال سميع الله قطره په وینا ،چې پېښه نن سهار شاوخوا شپږ نيمې بجې رامنځته شوې ده او زیاتوي چې دا چاودنه د هوايي ډګر پر لاره د رحماني د ګازو په شرکت کې رامنځته شوې،
چې له امله يې يو تن ټپي شوى دى. خو د عیني شاهدانو د معلوماتو په اساس په چاودنه کې شپږ تنه ټپيان شوي دي
ښاغلي قطره همداراز وویل چې په چاودنه کې د ګازو لس ټانکر سوځېدلي دي او د ګازو شرکت ته یې دروند مالي زیان اړولی.
په یو بل خبر کې ویل شوي، چې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت نن په هېواد کې د یو کیلو ګازو بیه ۵۰ افغانۍ اعلان کړه.