نظــر

د ولسونو او نظامونو په جوړولو او ورانولو کې د تعليم، فکر او فرهنګ نقش«دريمه برخه»

(درېيمه برخه)
( د مولوي عبدالهادي مجاهد لیکنه)

د نننۍ اسلامي نړۍ تعليمي مراکز که د غربي كلتور،نظرياتو او ژوندبڼې نندارتونونه؟

نن ورځ په اسلامي نړۍ کې د استعمار د شاګردانو په لاس جوړو شويو تعليمي اداروپه پوره ډول د غربي هېوادونو د كلتور او ژوندبڼې د نندارتونونو شكل غوره كړى دی. د دې لپاره چې د تعليمي ادارو محيط په ټوليزه توګه له اسلام او اسلامپالنې څخه محروم شوی وي په ټولو تعليمي ادارو او د هغو په ليلييو كې د تدين د مخنيوي په مقصد يا د مسجدونو جوړولو ته هېڅ پام ندي شوی، او يا داسې محدود او مهمل ساتل شوي چې په تعليمي محيط او د لوستونکو په سلوک کې يې هېڅ تأثير ښکاره نه شي. او دا ځكه چې تعليمي مسؤولين په تعليمي ماحول كې د مسجدونو، ديني مناسباتو او د شاګردانو د تدين له رول او تأثير څخه په وېره كې دي.

د افغانستان په ټولو پوهنتونو او ليليه لېسو كې يو اساسي مسجد هم نه وو ودان شوى، خو په مقابل كې يې په هر پوهنتون او ليسه كې د سينما، تياتر او لوبغالي اسانتياوې په نظر كې نيول شوې وې، او په هغو كې د زده كوونكو او ځوانانو لپاره د غربيانو د لوېدلي فرهنګ فلمونه او ډرامې ښودل كېدلې. همدغه سبب و چې په پوهنتونونو کې د پوهانو، مخترعينو او محققينو پر ځاى زمونږ له تعليمي ادارو او پوهنتونونوپه پراخه کچه كمونستان، شعله يان، ستميان، افغان ملتيان او نور د نشنلستي چپي او ليبرال افكارو لرونكې څېرې ټولنې ته راووتلې، چې هېواد ته يې پردي افكار راوارد كړل، او بيا يې د زور او جبر له لارې پر خلكو ور وتپل، چې په نتيجه كې يې د افغانانو ډاډمن ژوند د انقلابونو، کودتاګانو او اضطرابونو په طوفانونو كې لاهو شو.
د افغانستان او نورې اسلامي نړۍ په تعليمي ادارو کې چې استادان، شاګردان او تعليمي مسؤولين څومره په ظاهري لحاظ د غربيانو له موډ، فيشن او ژوندبڼې متأثر ښکاري په همدومره اندازه د هغوئ له افکارو، عقائدو، سياسي نظرياتو او سلوک څخه هم متأثره دي، او د دې خلکو همدغه تأثر بيا په اسلامي هېوادونو کې د دين او ولس په اړه د دوئ په پرېکړو او اقداماتو کې راښکاره کېږي چې همدغه پردي پال بهير له تېرې يوې پېړۍ اسلامي نړۍ په هرڅه کې د استعماري غرب تابع ګرځولې ده.

په اسلامي نړۍ كې د تعلمي ماحول د لا خرابولو لپاره د نجونو او هلكانو ترمنځ د مخلوط تعليم سلسله رواج كړاى شوه چې مسلمانې ټولنې يې له خطرناكو عواقبو سره مخ كړې. د نجونو او هلكانو ګډ تعليم په حقيقت كې د غرب د شيطانى دامونو په سلسله كې تر ټولو خطرناك دام وو چې په اسانۍ يې وركې په مليونونو پېغلې او ځوانان ښكار كړل. دغه كار نه يوازې دا چې د اسلامي ارزښتونو پر ضد يو اقدام ؤ، بلکې د تعليم او تربيې په خلاف هم يوه نا اعلان شوې پټه جګړه وه، او دا ځكه چې پېغلې او ځوانان د خپل انسانى فطرت د تقاضا پر اساس د عمر په دغه مرحله كې د (جنس) خوا ته ډېر ميلان ښكاروي، او تر بل هر كار يې توجه دې خواته ډېره وي. د عمر پدې مرحله کې دا يو فطري کيفيت وي چې فطرتا ورباندې انسان نه ملامتېږي. له همدې امله خو شريعت د دغې غرېزې د کنټرول لپاره اصول او ضوابط وضع کړي دي چې له اختلاط څخه لېرې والی، د حجاب رعايت او د دواړو جنسونو تر منځ د تماس د فرصتونو کمول يې په سر کې راځي.

خو له بلې خوا بيا مېډيا، د پرديو په خوښه جوړ شوی نصاب، بې لارې کوونکي ناولونه، کيسې او پاروونکي ادبيات او د مخنيوونكو قوانينو نشتوالى دغه ډول تمايلاتو ته نوره هم هوا وركوي چې په نتيجه كې يې ځوانان له علم څخه پاتې او په عشقبازيو او ناروا جنسي تمايلاتو کې اخته کېږي.

د غربي ډوله تعليمي نظام او نصاب په نتيجه کې څه ډول حکام منځته راغلل؟

غرب چې د غربي کولو (وېسټرنايزېشن) د عمليې له لارې پر ټوله اسلامي نړۍ خپل فکري او فرهنګي تسلط ټينګ کړ نو په افغانستان کې هم تعليمي بهير د وېسترنايزېشن (غربي کولو) او اختلاط له (فتنو) څخه په امان کې پاتې نه شو، او د وخت په تېرېدلو دلته هم د تعليم نظام، نصاب، فرهنګ او تعليمي اهدافو غربي رنګ واخيست، او په کرار کرار يې د نوی نسل فکري او تاريخي روابط د هغوئ له خپلو معنوي او اجتماعي ارزښتونو څخه پرېکړل، او دا يې ورته تلقين کړه چې که افغانان هم د پرمختګ پر لاره تلل غواړي نو بايد په فکر، فرهنګ، سياسيت او اجتماعي ژوند کې دې د غرب پر لاره تلل پيل کړي، که نه نو لدې پرته بله د مثبت بدلون لاره نشته، دا په داسې حال کې چې حقيقي پرمختګ په ښې حکومتوالۍ، علم او صنعت راځي نه د پردي فکر او فرهنګ په خپلولو.

په افغانستان کې د اول ځل لپاره د دغه پردی فکر او غربي ډوله تعليمي نظام تيوري (محمود طرزي) چې له (سيکولر کماليزم) او اروپايي نظرياتو څخه متأثره وو راوارده کړه، او د خپل زوم امان الله خان د زور، زندان، فکري ارعاب او استبدادي حکومت په مټ يې د دغو پردېو نظرياتو د عملي کولو هڅې شروع کړې چې له همدې امله غربي ليکوالان په افغانستان کې (د سيکولرېزم پلار) هم ګڼي.

دا سمه ده چې طرزي او امان الله خان به لدې لارې په هېواد کې مادي برمختګ غوښت، خو دا چې مادي پرمختګ بايد د ولس له دين او معنوي ارزښتونو سره همغږی وي چې متأسفانه هغوئ دواړو دغه درک او روحيه نه لرله، او يا د ديني ارزښتونو په اړه بې تفاوته ول نو ځکه يې په خپلو غرب پالو افراطي اقداماتو د راتلونکي لپاره د اوږدې بې ثباتۍ او د ولس او نظام تر منځ د ټکرونو لپاره لاره هواره کړه، او هغه څه چې دې دواړو ( اصلاحات) بلل عملا د (افساداتو) په شکل کې ښکاره شول.

په افغانستان کې په پردي فکر روزل شويو حکامو او اسلامي شريعت ته ناملتزمو نظامونو داسې وضعيتونه او قوانين رامنځته کړل چې ولس او نظام يې په خپلو کې سره په جګړه کې ښکېل کړل. او هغه داسې چې ولس د خپل معنوي او اجتماعي اصالت پر ساتلو ټيکار کاوه خو سيکولرو حکامو خامخا د غرب پر لاره د خلکو د روانولو په لاره کې د خپلو راواردو شويو قوانينو د عملي کولو په لاره کې زور کاراوه چې په نتيجه کې يې د ولس او نظام تر منځ ملسل ټکرونه پېښ شول او لا تر اوسه روان دي.

پورتنی وضعيت يو ځل د امان الله خان د نظام په شکل کې چې د ترکيې د مصطفی کمال د (دين دښمنۍ) تمثيل يې کاوو پېښ شو، او له غرب څخه د راواردو شويو نظرياتو او فلسفي مفاهيمو نتيجه يې د هغو (افساداتو) په شکل کې راووته چې ده به (اصلاحات) بلل. وروسته بيا د ظاهرشاه د مفسد نظاماو ورپسې د داودخان د (دين دښمنه جمهوريت)، د کمونستانو (د ثور د کمونستي انقلاب) او د اوسنيو امريکايي پلوو (ديموکراتانو) او په هغوئ ورګډو د (مجاهد ډوله دېموکراتو او نشنلستو) تنظيمونو د ديموکراسۍ، سيکولرزم او نشنلزم په شکل کې راووته.

افغانانو هر ځل د پرديو په فکر او نصاب د دغو روزل شويو سيکولرانو د جناياتو کفاره د لکونو شهيدانو په ورکولو ادا کړه، خو لا يې تر اوسه هم ټولنه د بې دينې مفکورې له جناياتو او منفي تأثيراتو نده پاکه شوې، بلکې په هر نوي پړاو کې دغو د پرديو په فکر او فرهنګ روزل شويو حکامو دا هېواد له داسې نويو فتنو او سياسي او اجتماعي بحرانونو سره مخ کړی دی چې پخواني يې له خلکو هېر کړي دي. او دا هرڅه ځکه پېښېږي چې حکام يې د داسلام د دين په حقيقي روحيه او تعليماتو ندي روزل شوي بلکې د پرديو په فکر او فرهنګ رالوی شوي او د هغوئ ارزښتونو ته معتقد دي.

غربي ډوله تعليم څه ډول ولسونه رامنځته کړل؟

په افغانستان او نورې اسلامي نړۍ کې په پرديو افکارو روزل شويو نه يوازې دا چې (پر دين نه ولاړ) نظامونه رامنځته کړل، بلکې په مليونونو اسلام ته داسې منسوب خلک يې هم وروزل چې يوازې نومونه يې اسلامي دي او نور يې د ژوند تقريبا ټولې چارې له ديني ارشاداتو څخه د باندې د سيکولريزم، کمونيزم، ليبراليزم او وضعي قوانينو مطابق عيارې کړې او روانې کړې دي. دغو خلکو هر وخت ځان د اسلامي امت له افرادو ګڼلی، خو کار يې تل د کفارو لپاره کړی، او د اسلام پر ځای يې خپله وفاداري له غربيانو او غربي نظرياتو سره ښکاره کړې ده، او هم عملا د هغوئ په صف کې درېدلي دي. او دا ځکه چې په اسلامي نړۍ کې د غربي ډوله تعليم زېږنده حکامو او تعليمي مسؤولينو د تعليمي نصاب مضامين او مفرادت په داسې ډ ول انتخاب كړي چې لوستونكي يې بايد په پوره اخلاص د غو نظامونو په خدمت كې پاتې شي، او د اسلامي نظام د راوستلولپاره نه احساس ولري او نه توان.

(نور بيا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x