دیني، سیرت او تاریخ

د روژې فقه (( اوومه برخه ))

عبدالغفار جُبیر

۲۱: سوال: روژه څه شي ته وايي؟

ځواب: د روژې تعریف:

له سپیدو څخه تر لمر لویدو د عبادت په نیت له خوراک، څښاک او جماع څخه منع ته روژه ویل کیږي. (عالمګیری ۱/ ۱۹۴)

۲۲: سوال: په کومو هیوادونو کی چي شپږ میاشتی شپه اوشپږ میاشتی ورځ وي او یاهم هلته تل شپه او یا ورځ وي هلته د روژې حکم څه دی؟

ځواب: هلته دي نژدې معتدل (ګاونډي ) وخت در لودونکی ملکونه معیار وګرځول شي او د شپې او د ورځې په اړه دي د هغه ځای له نظام الاوقات سره سم لمونځ او روژه اداء او ونیول شي.

(شامی زکریا ۲/ ۶۲۳)

۲۳: سوال: روژه پر چا فرض ده؟

ځواب: د روژې د میاشتی نیول پرهرعاقل، بالغ او غیر معذور مسلمان باندی فرض ده.

(عالمګیری ۱/ ۱۹۵)

۲۴: سوال: په کومو حالاتو کی د روژې نیول درست نه دی؟

ځواب: د حیض او نفاس درلودونکې میرمنې ته د روژې نیول درست نه دي خو وروسته یی قضاء پرې لازمیږي.

( طحاوي علی المراقی ۳۴۸)

۲۵: سوال: د کومو عذرونو له کبله د روژې نه نیول رواه دي؟

ځواب: ناروغه، مسافر، ماشوم ته تی ورکونکې میرمن، د ناروغه محافظ ( کله چي دهغه روژه نیول ناروغه ته تاوان رسوي)، ډیرکمزوری، د تندی او لوږی له کبله مجبور، مجاهد فی سبیل الله (په دې شرط چي روژه یی جهاد ته نقصان وي) ، لیونی اوبې هوښه کولای شي چی روژه ونه نیسی کله چی دا عذرونه ختم شی نو د روژې قضادي راوړي ؛ که کوم داسی کس چی د روژې پر نیولو توان نلري په بدل کي دی فدیه (د یوې سرسایې په اندازه) ورکړي.

عالمګیری ۱/ ۲۰۲- ۲۰۸

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x