amniati taroon

کتاب: له امریکاسره امنیتي تړون، دومداره جګړه اوکه سیاسي حل؟!- چاپ شو

دکتاب لومړۍ پښتۍ کې دلوي جرګې يوعکس ترڅنګ ورسر دولسمشرکرزي اوباما چې يوبل ته سندورکوي انځورراغلی.

په دویمه پښتۍ باندې هم دولسمشرکرزي اواوباما عکس ورسردلیکوال يوبل چاپ شوی کتاب زه ولې مسلمانه شوم؟؟دهغې پښتۍ عکس لیدل کیږي.

داکتاب چې لیکنه اوټولونه يې خپلواک ژورنالېست زاهدالله توحیدیارکړي په ښکلي پښتۍ اوډیزاین لا دکتاب ښکلا څو چنده کړي ،چې پښتۍ نقیب للموال اودیزاین شریف للموال کړی

دکتاب ډالۍ ولسمشرحامدکرزي ته شوي چې نه غواړي امنیتي تړون لاسلیک کړي او هغه لیکوالانو ته چې په بې طرف ډول دامنیتي تړون ښیګنې اوبدګنې بیانوي.

دچاپ چارې دوحدت خپرندویه ټولنې لخوپه ښه صحافت سره  شوی، دچاپ شمیرنږدې ۱۰۰۰ټوکه دی اوچاپ کال یې۱۳۹۲دی

دترلاسه کیدوځای هم دوحدت کتاب پلورنځی اسحاقزی مارکېت جلال ابادښاردی

دغه کتاب چې له امریکاسره امنیتي تړون دومدارجګره ،که سیاسي حل ؟!نومیږي  شاوخوا۳۰مخونه لري چې دتړون په اړه نږدې دماخذونوپه شمول ۵۴بېلابېلوعنوانونولرونکی دی

دتړون په اړه دبروکسل دناستي نیولي ان تردطالبانو،حزب اسلامي اويوشميرنورګوندونواعلاميي دولسمشرجرګې ته وینا اومرکه چې تړون نه امضاء کیدوپه اړه کړي ورسره دګاونديانوغبرګونه اودحکمتیارصیب لیک ديوشمیرسیاسي کارپوهانوملاضیعف او فوځي کارپوهانونظرونه پکې راخیستل شوي دي.

دوهم ټوک هم چاپ ته ورکړل شوی چې ديوشمیرنورتازومطالبودولسمشر وینا دتړون په اړه چې ویلي دی چې دامریکاسره تړون به  دډیورنډ او ګندومک په څير وي .

ترڅنګ يې دیو شمیر نور لیکوالانو او د یپلوماتانو نظرونه اولیکنې شته چې هغه  هم په څوورځوکې به ان شاء الله دقدرمنو لوستونکو لاسونو ته ورسيږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د