ټولنیزه برخه

د بدن زکات

حکيم الله صابر

په يوه حديث شریف کي راځي چي : «هر څه لره زکات وي او د بدن زکات روژه ده» :

د ژبي روژه:
د ژبي روژه داده چي له درواغو، د دين، وطن او خلکو د دښمنانو په پلوي له تبليغاتو او خلکو ته له بد ويلو او زورولو څخه خپله ژبه وساتې.

د غوږونو روژه :
د غوږونو روژه داده چي د ناروا خبرو له اورېدو څخه يې وساتې.

د سترګو روژه :
د سترګو روژه داده چي له ناسمو، نارواوو او د اسلام خلاف او چټي شيانو له ليدو يې را وګرځوې.

د نفس روژه :
د نفس روژه داده چي له حرص او سراښۍ او نفساني غوښتنو څخه يې را وګرځوې.

د زړه روژه :
د زړه روژه داده چي د دنيا له ميني او محبت څخه يې خالي کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x