نړۍ

د سعودي په شمول څلور هیوادونو پر قطر اقتصادي او سیاسي بندیزونه ولګول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): نن د دوشنبې په ورځ سعودي، امارات، بحرین او مصر اعلان وکړ چې دوی له قطر څخه خپل سفیران باسي او له دغه هیواد سره خپلې ټولې سیاسي او اقتصادي اړیکې پرې کوي.

په دغه هیوادونو کې د قطر سفیرانو او حتی عامو خلکو او تجارانو ته امر شوی چې په ۱۴ ورځو کې دننه له یادو هیوادونو څخه ووځي.

څلور سره هیوادونو ویلي چې د قطر سره خپل دیپلوماتیکې اړیکې ځکه پرې کوي چې د تروریزم سره مرسته کوي او د یادو هیوادونو په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي.

سعودي اعلان وکړ چې دوی به د قطر سره ټولې سمندري، ځمکني او هوايي لاري وتړي، بلخوا مصر اعلان کړی چې د قطر پر مخ به ددوی هوا او سمندري لاري وتړل سي.

متحده عرب اماراتو هم اعلان وکړ چې د قطر سره یې ټولې دیپلوماتیکي اړیکي ختمې کړې او په امارات کې د قطر دیپلوماتانو ته ۴۸ ساعته ورکوي چې له هیواده ووځي.

او زیاته کړې چې امارات هیڅ یوه قطري ته اجازه نه ورکوي چې ددغه هیواد پر لاره حتی بل ځای ته ولاړ سي او همداسي خپل هیوادوالو ته اجازه نه ورکوي چې په قطر کې پاته سي او یا باندي تېر سي.

باید وویل سي چې سعودي ته د امریکايي ولسمشر ټرمپ د سفر وروسته د قطر پر رسمي اژانس باندي د قطر د امیر په حواله یو خبر نشر سو چې په هغه کې د ایران سره د علاقاتو پرې کول نامناسب بلل شوي وه، په فلسطین کې د حماس ډله او په لبنان کې د حزب الله شیعه ډلو ته د ټرمپ د وینا پر خلاف غیر تروریستي ډلې ویل شوي وې.

که څه هم د قطر هیواد دغه وینا رد کړله او وې ویل چې د قطر رسمي اژانس د نامعلومو جهتونو له لوري «هیک» شوی وو، او په تحقیقاتو کې یې د خلیجي هیوادونو استازو ته د ګډون بلنه ورکړه، خو له تیرو دوه اونیو راهیسي د مصر په شمول ۳ خلیجي هیوادونو د رسنیو له لاري د قطر پر ضد د ټولو امکاناتو څخه کار واخیست او د قطر هیڅ وضاحت یې ونه مانه.

بالاخیره نن څلور سره هیوادونو د قطر سره ټولې اړیکي پرې کړې او حتی د یمن په جګړه کې د قطر ګډون لغوه وبلل سو او په ریاض کې د عربي ایتلاف د قومندانۍ له لوري اعلان وسو چې نور به قطري ځواکونه د یمن په جګړه کې برخوال نه وي.

باید وویل شي چې د متحده عرب امارات د اتحاد ایرلاین، امارات ایرلاین او د بحرین هیواد د خلیج ایرلاین پروازونه د قطر سره لغوه کړي دي او همداسي يې د قطر هوايي شرکت ټول پروازونه لغوه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

زما په نظر په اوسنۍ نړۍ کې يقينا تربل هرچا د قطر حکومت د ستايلو وړدي په دې چې داسې په زغرده د دنيا د مسلمانانو ملاتړ تراوسه پورې بل هيځ چا ونه کړ. دکفري ښکلاک پر وړاندي داسي غوڅ دريځ لکه چې قطر دولت يې لري الا ماشاالله بل کوم هيواد يې نه لرې. د السي سي يهود پروړاندي چې ددوي کوم اسلامي دريځ دي او ياهم د اردغان سره ددوي چې کوم ملاتړ دي دا ټکي غرپ ښامارانو ته هيڅ کله د منلو وړ نه دي. داکار دې څلورو هيوادونو نه دي کړي بلکې ددوي بادار ټرمپ چې… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x