
د بغلان والي درې ساتونکې وژل شوي دي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): په فراه ولایت کې د بغلان والي درې ساتونکې له یوه موټر څخه را ښکته شوي او وژل شوي دي.
د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند اقبال باهر رسنیو ته ویلي چې تېره ورځ د بغلان د والي ۳ تنه ساتونکې د فراه ولایت د بالابولک ولسوالۍ کنسک کلي ته راغلي وه، خو تېره ورځ د مسافر وړونکې موټر څخه کښته شوي او وژل شوي دي.
بلخوا د بغلان والي عبدالحی نعمتي هم د خپل دریو تنو ساتونکو وژنه تایید کړې.
د فراه امنیه قومندان همداراز ویلي چې تېره ورځ مازدیګر د فراه په مرکز کې د ملي امنیت یو کارکوونکی د نامعلومو وسلوالو له لوري ووژل شو.
ددواړو پيښو مسؤولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.