افغانستان

جمعیت ګوند د امنیتي ادارو مشرانو ګوښه کېدل غواړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د جمعیت ګوند نن د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې وروستیو پيښو ثابته کړه چې د امنیتي ادارو مسؤولین بې کفایته دي، ځکه باید له خپلو دندو څخه ګوښه کړل شي.

د جمعیت ګوند په خبرپاڼه کې په لنډه توګه غوښتنه شوې چې باید د امنیتي ادارو مسؤولین او د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر له دندو څخه ګوښه کړل شي، په کابل کې د چهار شنبې برید، پر لاریون کوونکو باندي ډزې او په جنازه کې د چاودنو په اړه دي شفافې پلټنې وشي او اعلان دي شي، همداراز د ملي وحدت حکومت په نامه چې کوم توافق شوی هغه دی په بشپړه توګه عملي شي.

په خبرپاڼه کې همداراز په کابل کې پخوانیو او د تیرې اونۍ پيښو ته په اشاره ویل شوي چې د امنیتي ادارو مسؤولین نه یوازي دا چي بې کفایته دي، بلکې د تروریزم سره د مبارزې لپاره «لازمه اراده» هم نه لري.

په خبرپاڼه کې حتی په امنیتي ادارو کې پر ځینو کړیو شک څرګند شوی چې په اصطلاح د «ترهګرو» سره فعلا همکاري کوي او تر څو چې دغه کړۍ له دندو لیري شوي نه وي، تر هغو به په هیواد کې د امن راوستلو غوښتنې کله هم پوره نه شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د چهار شنبې برید چې د ارګ په څو مترۍ کې تر سره شو، پر دې دلالت کوي چې د امنیتي ادارو چارواکې څومره بې کفایته دي. او زیاتوي کله چې د همدې بې کفایتو مسؤولینو د لیري کولو په موخه اعتراض کوونکې را ټول شوه، او سوله ییز لاریون یې تر سره کړ، ددې پر ځای چې د هغوی امنیت خوندي کړل شي، ډزې باندي وشوې او یو شمېر یې ټپيان او ووژل شول.

د جمعیت ګوند همداراز ویلي چې پر ملي اردو او امنیتي ځواکونو په ملیاردونه مصرفونه شوي او هغوی هره ورځ ډېره قرباني ورکوي خو د جمعې په ورځ د لاریون کوونکو سره چلند یې جوته وي چې ددغه ځواکونو په مشري کې ستونزي وجود لري چې باید ژر تر ژره له منځه یووړل شي.

باید وویل شي چې د وحدت ملي په نامه ګډحکومت کې د ډاکټر عبدالله په مشري جمعیت ګوند نیم په نیمه شریک دی او پر همدې اساس دغه ګوند حق لري چې د حکومت په ټولو چارو او ارګ کې نیم په نیمه صلاحیتونو څخه برخمن وي.

د یادونې وړ ده چې د ګډحکومت دغه جوړښت په انتخاباتو کې د شخړو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په ابتکار را منځته شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x