نړۍ

قطر د خلیجي هیوادونو پر وروستی پریکړې تاسف کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د خلیجي هیوادونو له لوري د دیپلوماتیکو اړیکو پرې کولو پر موضوع تاسف کوي او په حیرت کې دي چې ولي سعودي، امارات او بحرین د قطر سره د دیپلوماتیکو اړیکو پرې کولو تر څنګ خپل سرحدونه تړلي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلې چې دا اجراءات هیڅ د منلو وړ نه دي او پر ناسمو اداعاتو ولاړ دي چې هیڅ صحت نه لري.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې تر دې اجراءاتو وړاندي د قطر پر ضد غلط راپورونه او درواغ په دومره کچه نشر شوه چې په هغه وخت کې لا د ځینو هیوادونو او کړیو له لوري د قطر دولت ته د تاوان رسولو نیت ځیني څرګندېدی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې قطر د خلیجي هیوادونو د تړون یو فعال هیواد دی او د دغه تړون ټول تعهداتو ته ځان ملزم بولي او د هیڅ کوم هیواد په داخلي چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه هم د تروریزم ملاتړ کوي.

او زیاتوي چې د قطر پر ضد ټول رسنیز پروپاګند ناکامه شو چې د عامو خلکو او ولسونو قناعت حاصل کړي، ځکه نور اجراءات په کار واچول شول.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې پر قطر باندي د فشار واردولو لپاره اسباب موندل کیږي او بیا اجراءات تر سره کیږي، چې د یو هیواد د ازادۍ سلبولو په معنا بلل کیدای شي.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د څلورو هیوادونو وروستي اجراءات او د سیاسي بندیزونو تر څنګ اقتصادي بندیزونه به په قطر هیواد کې پر اوسیدونکو هیڅ منفي تاثیر ونه کړي، د قطر حکومت به ټول هغه ممکنه اجراءات تر سره کړي چې په هیواد کې دننه د قطریانو او مقیمینو ژوند له منفي تاثیر څخه وژغوري.

د خبرپاڼې په پای کې ویل شوي چې په ډېر تاسف سره سعودي، امارات او بحرین پر ځای ددې چې په نورو مهمو موضوعاتو سره یوه سلا شوي او په ګډه یې کار کړی وای، د قطري حکومت او ولس پر ضد متحد شول او د تاوان رسولو هڅه یې وکړه.

باید وویل شي چې سعودي، امارات، بحرین او مصر د قطر سره ټول سیاسي، ولسي، تجارتي او اقتصادي اړیکي پرې کړې او د قطر دیپلوماټانو، تجارانو او عامو خلکو ته یې د ۴۸ ساعته څخه تر ۱۴ ورځو پوري مهلت ورکړ چې له دغه هیوادونو څخه ووځي.

همداراز دیادو هیوادونو رسمي او غیر رسمي لویو هوايي شرکتونو قطر ته خپل پروازونه منسوخ کړل او د قطر پر الوتکو یې دغه هیوادونو ته د سفر بندیز ولګوی.

قطر په خلیجي هیوادونو کې یوازي د سعودي سره د ځمکې لاره لري، چې د سعودي له لوري د بندیزونو سره سم به دغه لاره هم وتړل شي.

د کتونکو په نظر د قطر هیواد د غذا څخه نیولې بیا تر لویو ماشینونو او تعمیرونو جوړولو پوري د اړتیا اکثره ضرورتونه د سعودي او امارات له لوري پوره کول چې د دغه دواړو هیوادونو له لوري بندیزونه به د قطر پر اقتصاد او راتلونکې باندي ډېر بد اغیز ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x