نړۍ

ترکیې په خلیجي اختلاف کې د منځګړیتوب وړاندیز وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر «مولود جاویش اوغلو» وویل چې د خلیجي هیوادونو د امن او سوکالي سره د ترکیې هیواد ګټې او امن تړلی دی، ځکه ترکیا اماده ده چې د خلیجي هیوادونو تر منځ په اختلاف کې منځګړیتوب وکړي.

نوموړي په انقره کې دغه خبري د جرمني د بهرنیو چارو وزیر سره په یوه ګډ مطبوعاتي کانفرانس کې وکړې.

جاویش اوغلو وویل، دا یو طبیعي خبره ده چې د هیوادونو تر منځ ستونزې وي، خو په هر حالت کې باید د مذاکراتو او خبرو لاره پرانیستلې پرېښودل شي.

باید وویل شي چې نن سعودي، بحرین او امارات د قطر سره دیپلوماتیکي اړیکې پرې کړې او د قطر په وړاندي يې خپل سمندري، هوايي او ځمکنۍ لاري له یوه مخه وتړلې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close