fbpx

روژه ماتی/ رضوان الله فيضاني

رضوان الله ( فيضاني )

ستر انعام د رب اکبر دی روژه ماتی
روژه دارو ته اختر دی روژه ماتی

ټول خوندونه د دنيا پکې راټول دي
ته وا خوږ جام د کوثر دی روژه ماتی

لوږې تندې دې عبث نه ځي مؤمنه
ستا ملګری په محشر دی روژه ماتی

هر يو سوال پکې قبلېږي چې روا وي
رب ته ډېر زيات معتبر دی روژه ماتی

دا د پاک غني سبحان يو لوی احسان دی
هم ابليس ته کلک سنګر دی روژه ماتی

ربه تا د مؤمنانو نصيب کړی
ښکلی لا ل ياقوت ګوهر دی روژه ماتی

د روژې هره لمحه خوږه خوږه وي
خو بې حده خوندور دی روژه ماتی

( فيضاني ) رب دې په خپل درکې قبول کړي
جنتي غوندې منظر دی روژه ماتی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د