
د جمعیت اسلامي مشر صلاح الدین رباني
نظر محمد مطمئن
ليکوال او شناند
صلاح الدین رباني د خبرې ناستې پر مهال وویل : له حکومت څخه مو غوښتې چې د امنیت شورا د مشر په ګډون د ټولو امنیتي ادارو مشران لیري او په یادو ادارو کې اصلاحات راوړل شي.
هغه وویل چې سبا کابل پروسې غونډې کې د هیواد د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د ده د ګډون او یا نه ګډون په اړه به د جمعیت اسلامي رهبري شورا پریکړه کوي، که اجازه ورکول شوه، ګډون کوي، او که پریکړه وشوه چې ګډون په غونډه کې ونه کړي، پریکړه به عملي کړي، او په کابل پروسه غونډه کې به سبا ګډون ونه کړي.
یادونه: پرون ورځ چې ارګ کې د سیاسي ډلو مشرانو سره د حکومت مشر غني او د نیم حکومت مشر عبدالله ناسته درلودله، د یادې ناستې څخه جمعیت اسلامي پریکون کړی وو، او ګډون یې ونه کړ.
بل خوا ښکاري چې د حزب اسلامي مشر حکمتیار او ګوند به یې د ډاکټر غني له تګلارو او حکومت څخه ملاتړ وکړي.
څو اونۍ مخکې د استاد سیاف په کور کې د حکمتیار صاحب د میلمستیا پر مهال د حراثت او ثبات شورا غړي یونس قانوني په ښکاره ډول ګډونوالو ته ویلي وو چې په حکومت کې هڅه روانه ده چې پخواني مجاهدین له سیاسي صحنې څخه ګوښه او ځای یې سیکولران او پخواني چپیان ونیسي، ده (قانوني) له استاد سیاف، حکمتیار او نورو سیاسي مشرانو د اتحاد او یووالي غوښتنه وکړه، قانوني ویلي وو چې تر څو نورو لسیزو به ځینې هیوادونه د افغان چارواکو په وسیله پخواني مجاهدین په بشپړ ډول له سیاسي صحنې وشړي، له همدې امله باید یادو طرحو ته متوجه او خپلې ټولې پخوانۍ تربګنۍ او دښمنې شاته او د نظام د ساتلو او مجاهدینو د حیثیت خوندي کیدو لپاره یو بل سره په یوه اواز او اتحاد کار وکړو.
داچې د جمعیت اسلامي لخوا تصمیم نیول شوی وو چې د حکومت په وړاندي غبرګون وښيې، زیات سیاسي واکونه تر لاسه کړي، له همدې کبله ده چې دوی غواړي د مئ ۳۱مه نیټه په زنبق څلور لاري کې برید له کبله اعظمي سیاسي استفاده وکړي.
اصلي ستونزه د جمعیت اسلامي داده چې دوی ویره لري چې د ښاغلي حکمتیار په راتګ به ددوی سیاسي او نظامي ځواک نور هم کمزوری شي، او ویره لري چې په حکومت کې دننه ځینې کړۍ د جمعیت اسلامي له سیاسي صحنې لیري کول غواړي.
بلخوا په کابل کې د امریکا سفارت ویلي چې څوک دي هڅه نه کوي چې د لاریون کوونکو له احساساتو څخه سیاسي ګټه پورته کړي، سفارت له سیاستوالو غوښتې چې خپلې غوښتنې له اصولي لارو حکومت ته وړاندي کړي.
نظرمحمد مطمئن
انجینر صاحب ، پښتو کی یوه ټوقه جوړه شوی زه به یی لنډه ولیکم ( دا یی غور دی مخ یی بل دی ) دا هر څه چه د غلامی اداری تر منځ په جریان کی دی اشغلګر یی تر شا قرار لری هغوی یی اجست او موازنه دی ته برابروی چه د روسانو له وتلو یا ماتو وروسته تاریخ بیا تکرار شی