نړۍ

له قطر سره د سعودي او امارات د خرابو اړیکو لنډه تاریخچه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): نن د دوشنبې په ورځ سهار د سعودي په شمول امارات او بحرین د قطر هیواد سره هر راز دیپلوماتیکي، سیاسي، اقتصادي او حتی انساني اړیکې پرې کړې او پر قطر یې هر اړخیز بندیزونه ولګول چې حتی ددغه هیوادونو د فضا او سمندري لارو څخه به هم د قطر الوتکې او بیړۍ استفاده نه شي کولای.

که څه هم دا ځل د قطر پر ضد په ډېره لویه کچه اجراءات او بندیزونه تر سره کیږي خو ددې تر مخه هم قطر د سعودي او امارات سره په ځانګړي ډول اختلافونه لرلي دي او اړیکې يې سره کړکیچنې شوي دي.

د قطر هیواد له تاسیس څخه سعودي او امارات هڅه کړې چې دغه وړوکی هیواد ځانته استقلال ونه لري بلکې د سعودي او یا هم د امارات تر کنټرول لاندي واوسیږي.

د قطر له لوري پر استقلال باندي ټینګار د یادو هیوادونو او قطر تر منځ سرحدي شخړو ته لاره هواره کړه، چې له امله یې د قطر ځیني سرحدي سیمې د سعودي تر کنټرول لاندي راغلې. وروسته د برتانیې په منځګړیتوب دغه شخړي ختمې شوې او دواړو هیوادونو د قطر اوسني سرحدونه په رسمیت وپيژندل.

په ۱۹۹۵ کې د خلیجي هیوادونو په سرمشریزې غونډه کې قطر وروسته تر هغه اختلاف وکړ کله چې د خلیجي هیوادونو د مجلس مشري سعودي ته وسپارل شول. خو د غه ستونزه هم وروسته د عمان په منځګړیتوب حل شوه.

د ۱۹۹۶ په فروري میاشت کې په قطر کې د انقلاب ناکامه هڅه وشوه، او هغه قبایلي مشران او پوځي مشران ونیول شول چې د انقلاب په ناکامه هڅه کې يې برخه لرله. هغه وخت هم قطر پر سعودي، امارات او بحرین باندي تور پوري کړ چې د قطر په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي او د قبایلي جوړښت او اړیکو څخه په استفادې غواړي په قطر کې د حکومت نظام بدل او انقلاب راولي.

دغه انقلابیان تر ۲۰۱۰ پوري په قطر کې بندیان او نظر بنده وه، تر دې چې د سعودي نوي باچا ملک عبدالله بن عبدالعزیز یې په شخصي توګه شفاعت وکړ او د قطر څخه یې وغوښتل چې هغوی خوشي او سعودي ته تبعید کړي.

په ۲۰۰۲ کې د الجزیرې تلویزون د «الاتجاه المعاکس» پروګرام ددې سبب شو چې سعودي خپل سفیر له د شپږو کلونو لپاره له قطر څخه وباسي، د سعودي سفیر بالاخیره په کال ۲۰۰۸ کې بیرته قطر ته ولاړ.

په ۲۰۱۴ کې د مصر د شخړي پر سر او د قطر د ځینو نورو بهرنیو سیاستونو له امله یو ځل بیا سعودي، امارات او بحرین د قطر څخه خپل سفیران وایستل.

د کال ۲۰۱۴ په نومبر میاشت کې د کویټ په منځګړیتوب په ریاض کې یاد هیوادونو د قطر سره د یوه نوي اتفاق پر اساس اړیکې جوړې کړې او خپل سفیران یې یو ځل بیا قطر ته ولیږل.

نن د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا درې سره هیوادونو او ددوی تر تاثیر لاندي نورو هیوادونو د قطر سره خپلي دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې. او قطر یې د تروریزم په ملاتړ او د یادو هیوادونو په داخلي چارو کې په لاسوهنه تورن کړ چې قطر یې هر وخت تردید کړی دی.

باید وویل شي چې ریاض ته د ټرامپ د راتګ دوه ورځې وروسته د قطر رسمي خبري اژانس باندي د قطر د امیر شیخ تمیم په حواله داسي راپور نشر شو چې ګواکې نوموړي د عسکرو د فراغت په یوه محفل کې خبرې کړې او ویلي یې دي چې د ایران سره د اړیکو خرابول د سیمې په ګټه نه بولي، ایران په سیمه کې قوي هیواد دی، په سیمه کې د امنیت تضمین د ایران سره په ښو اړیکو ممکن کیږي او همداسي یې د ولسمشر ټرمپ په اړه ځینی خبري کړې وې چې د سعودي د سیاست په خلاف وې.

وروسته که څه هم قطر اعلان وکړ چې ددوی د اژانس سایټ هیک شوی وو او دغه خبر ناسم دی، بلکې د قطر امیر شیخ تمیم د عسکرو د فراغت په غونډه کې هیڅ خبرې نه دي کړي، خو د امارات او سعودي په شمول د مصر رسنۍ او سیاسي شخصیتونو په غیر رسمي ډول پر قطر باندي سختې نیوکې کولې چې بالاخیره نن د یادو نیوکو اصل مرجع د دغه هیوادونو حکومتونو پر قطر باندي بندیزونه ولګول.

باید وویل شي چې په واشنګټن کې د اماراتو سفیر د پخواني ولسمشر باراک اوباما او اوسني ولسمشر ټرمپ د مسؤولینو سره خپلو اړیکو څخه په استفادې تل ټینګار کړی چې قطر د یوه تروریست هیواد په توګه معرفي کړي او امریکا ته قناعت ورکړي چې له دغه هیواد څخه خپله پوځي اډه وباسي او د تروریزم د ملاتړي هیواد په توګه یې وپيژني.

باید وویل شي چې سعودي او امارات د قطر سره اساسي مشکل د قطر په بهرنۍ پالیسي کې لري چې قطر یې خپل حق او استقلال بولي خو سعودي او امارات یې ددوی په داخلي چارو کې لاسوهنه بولي.

سعودي او امارات په عربي هیوادونو کې د ولسونو د قیام مخالفت کړی او د هغوی د پاڅونونو پر ضد یې انقلابونو او شخړو ته لاره هواره کړې خو بلمقابل قطر تل د خپلې میډیا له لاري او همداسي د سیاسي ملاتړ له لاري د ولسونو او ولسي ګوندونو تر څنګ دریدلی چې له امله یې د خپلو ګاونډیو هیوادونو سره اړیکې ترینګلي شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x