افغانستان

کابل: امنیتي ځواکونه د معترضینو خیمې ړنګوي او دوستم ورته روژه ماتی لیږي / انځورونه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د تیرې جمعې د لاریون وروسته معترضینو د کابل په زنبق څلور لاري او ولسمشریزي ماڼۍ ارګ ته نیژدې د اعتراض په توګه خېمې وهلي او په وینا یې په سوله ییزه توګه تر هغو خپل اعتراض ته ادامه ورکوي تر څو چې يې غوښتنې نه وي منل شوي.

خو نن دوه ساعته تر مخه د ګارنیزون امنیتي ځواکونو د معترضینو پر وړاندي منظم شوي او غواړي چې د هغوی خیمې له بیخه وباسي او معترضین له دغه ځایه وشړي.

بلخوا د ولسمشر لومړي مرستیال چې اوس مهال په ترکیه کې د تداوي په بهانه د تبعیدی ژوند تېروي، د کابل معترضینو ته د روژه ماتې لپاره پسونه، وریجې، غواړي، اوبه او جوسان را لیږلي دي.

باید وویل شي چې جنرال دوستم د ګډحکومت پر خلاف د روانو اعتراضونو ملاتړ کړی او له مخکې لا یې د امنیتي ارګانونو مشران بې کفایته بللې وه او غوښته یې کړه وه چې باید له خپلو دندو څخه وشړل شي.

باید وویل شي چې نن ورځ د جمعیت ګوند هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د امنیتي ادارو مشران بې کفایته وبلل او د هغوی پر بدلون یې ټینګار وکړ.

https://www.youtube.com/watch?v=w8u_MCYkwT0&feature=youtu.be

معترضینو نن یوه بله خیمه هم ودروله:

د معترضینو سره د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم مرسته:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د کابل ملحدین او قاتلین لوی غلامان د هماغه لوی فاحشو په شان دی [ چه وایی ناسته یم د تاسره ، زړه می په کندو کی دی قربان له بیرانه نه شم ] یعنی یو وخت کی دری لونډان ټول به هیلو کی ساتی . څو ورځی دمخه د دوستم نماینده د ضیاع مسعود سره چه عطا نور او د ربانی زوی یوځای شوی او د کابل د غلامی اداری په ضد یی شعارونه ورکول د دوستم نماینده هم په ډیر تمطراق خبری کولی او حتی په رسنیو کی یی له هغه ایتلاف دفاع کوله او اوس چه هماغه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x